ترشپو راوخيږي په ورځوکې قطار شي لېمه
دوخت له رنګ نه لپي ډکې کړي خمارشي لېمه
دوخت پاچا ! په استثنا يې ټينګار ځکه کووم
ښکلي به څه وينو ؟ له مونږ نه که په دارشي لېمه
حيران په دې يم چې جانان يې همېش قدرکړی
دومره په نه خبرمې ولې ترې ازار شي لېمه
چې څوک دې يادکړي يابيا ستادراتلوغږشي کله
لکه واړه ماشومان تاته انتظار شي لېمه
سترګې دې جارشم راته ګوره نظر مه اړ وه
پرېږده چې روږدي دې ليږنورهم په دې کارشي لېمه
ساده سپين زړي يې له کلي خلک راوړي دلته
دښاراينو کې چې ځان وويني هوښيار شي لېمه
غضري هسي دي عبث زړه په اميد تړلی
تاته به څنګه په دې تورقيسمت سينګار شي لېمه
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



24.05.2010
- سيد شاه سقيم
دپاکې مينې يو جذبه ده جاناند وارخطازړه حوصله ده جانان
زما دزړه په هره سا کې يې يادکله لوګى کله لمبه ده جانان
د ژوندانه په هره ستړې لارهدساه نيولي زړه دمه ده جانان
دلا...
29.05.2010
- سيد شاه سقيم
څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزون د پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري. بشارت...