دپاکې مينې يو جذبه ده جانان
د وارخطازړه حوصله ده جانان
زما دزړه په هره سا کې يې ياد
کله لوګى کله لمبه ده جانان
د ژوندانه په هره ستړې لاره
دساه نيولي زړه دمه ده جانان
دلاس نيوي نه يى تل زړه په درزا
هم دى بريښنا هم زلزله ده جانان
زما د زړه پر جل وهلې ځمكه
د اباسين د سيند څپه ده جانان
ياد يې په زړه کې يا قُربان کړي نارې
هم ده سندره هم ټپه ده جانان
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري