سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
هغه جواب چې پرکاغذ يې وولیکلی راته ـــــ عبدالهادي همدرد . هلمند ګرشک
قسمته ! ووایه پرڅه راته را ځي غمونه په نیمه شپه کې مي د خوبه ویښوي غمونه بس بې له سته مېلمانه شي دخوښۍ پر محفلد ارمانو څلي مي هر وخت نړوي غمونه چې مي ساتلی وو ریښې ریښې داستا مینه کېهغه ګرېوان مي نن په اوښکو لندوي غمونه چېرې مي لا ره دخلاصون ترېنه موندلې نه ده دقبر غاړې ته لاهم ر
مکتبی هلک ــــــــــ غني خان غالب غزنوي
شونډې دي هم چاودلې رنګ دي هم زېړغوندې دی خدای دي خېرکړيډېرغمجن مالومېږې څه به درته ووایم څنګه دي پوهه کړمهبس نورمي په خدای وسپاره وۍ مخ مي تورسو&
يوه ټوکه خو ښه ټوکه
يو تبليغي واى خپله مېرمن را نيولې وه او ټکوله يې . څوک پرې راغلو چې ولې يې وهې ظالمه څه ګناه يې کړې ده ؟تبليغي ورته وويل چې دا ولې ګيره نه پرېږدي . هغه سړي ورته وويل چې ګيره خو يې نه راځي نو دا غريبه څه وکړي . تبليغي وويل چې: که يې پرېږدي نه اراده خو
دژوند نغمه مي له منګي او له سيتاره وزي ــــــــ اغلې زرکه
لکه دخوږ زړګي زګېروي چې له پرهاره وزيدژوند نغمه مي له منګي او له سيتاره وزي دد غه سويو اسوېلو تپوس مي څه ته کوېهسې دژمي تريخ لوګي دي له انګاره وزي وېل يې ژوندون مي ټوله مينه او ايمان مي مينههغه دمينې ليونى نن له دې ښاره وزي
د اوښکو لار " څلورمه کړۍ" سملاسي مشاعره
زه ( جهانګیر ) په پوهنتون کې وم، لا امتحان ته ناست وم، د تلاش پرلپسې زنګونو پوزې ته راوستی وم. کله چې د امتحان پارچه مې استاد ته وسپارله او له صهنې ووتم، نو سمدلاسه مې زنګ ورته ووهه، بې لدې چې سلام وکړي، ويې ویل:- ایییییی! نن شپه راډیو ته ضرور راشئ! مشاعره کوو، پوه شوې؟سلام مې ورته وکړه او ورسره مې وعده وکړه چې سمه ده. کله چې راډیو ته راغلم، د شپې اته بجې وې. سید عبدالله نظامي په پروډکشن سټوډیو کې خپل راپور ثبت کولو. ګل
بله سملاسي مشاعره
تېره شپه چې څنګه آنلاين شوم ښاغلي سيدشاه سقيم د (کره کتنې) حجرې ته وغوښتم. له ما نه مخکې نور ملګري بارکوال مياخېل، سعيد رابلی، نعيم افغان، حکمت سروش، انعام الله ګوهر، عبدالرحیم هلال، عبدالله شاه ژوندون، مجيد قرار او سقيم په کره کتنه بوخت ول چې موضوع يې (هفه کسان چې فېس بک چټيات وايي) غوره کړې وه.بحث ښه درز کې لګيا وه چې سقيم له ملګرو د سملاسي مشاعرې غوښتنه وکړه او ټولو ورسره ومنله،د يادونې وړ ده چې ځينې ياران لکه هلال، ګوهراو قرار له مشاعرې نه په تېښته
وران خالونه ـــــــ اغلې زرکه
زمانې ته مي دزړه زخمونه خانديزما نذرونه په ايمان دي که ته راغلې دزرکينو سترګو تور مي ټول اوبه شولشوګيرونو ته حيران دي که ته راغلې دژوندون ډېوه مي تته دمه کېږمستا يادونه مي ارمان دي که ته راغلې
ګرانه زه کله درياديږم کنه؟ اغلې ميرا
اوس مي لا هم د سترګو تورکې اوسې زما د زړه په هر يوه کور کې اوسېګوره کلونه،مياشتې او وختونه تير سوو خو ته بياهم زما دزړه څښتن يې،زما په زړه کې لا تر اوسه پورې ستا تېر يادونه زلمي پاتې دي. زه نه پوهېږم چې دي ولې هيرولاى نسم؟ولې تادخپل زړګي له کوره ايستل
د عمر اوسط ــــــــ محمد نعمان دوست
هر سهار د هغو دوکانونو مخې ته تېرېږم چې له مرمرينو ډبرو د قبرونو شناختې جوړوي . شناخته جوړونکي ډېر مصروف وي ، څوک په شناخته ليک کوي ، چا سره برقي وړې الې وي او دقلم خطونه تازه کوي او چا سره مويک وي ، نوشتې رنګه کوي . په شناختو د شهيد
مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې ـــ سقيم
د ښايسته جانان د سپين مخ پوروړى څراغ چې هغه نه وي رڼا نه کوي زوى مړى څراغ مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې مړاوى باړخو يې را په ياد کړي خوبوړى څراغ
موږبه یوځای شوكه خدای غرونه په سیندونو یوسی ـــ ع هلال
دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان دي راته زه یم یوازې مګر دوى دواړه یاران دي راته وختونه تېرشول بلا ډېر څه مو تر شا پرېښودل هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران
د محمد قاسم ابدال نوې غزل
زما د قتل په نيت راغله خو زړګى يې يووړ ژوند يې په سترګو کې رواړى و مرګى يې يووړ
چې نه مرې لا به واورې
سقيمه اشنا سلام !ګوره زړګيه ! زه د ماوس په ټکولو ليک درته ليکم ، زړه کې مې دومره زور نه شته ، نه دا ښاپېرۍ پېژنم ، نه يې له ليکنې او کيسې خبر يم ، نه ورسره کوم کار لرم ، که دا کار زموږ کوم ملګري د خوش طبعۍ لپاره کړی وي ، که يې په دې نيت دا کار کړی وي ،چې يوه شېبه د خلکو پام له دې نورو لانجو ګونجو نه واړوي ؛نو خير دی پروا نه کوي ، زه يې هم ډېره جدي نه نيسم ، د نازو انا د فلسفې له مخې چې ژوند د ګل يوه خوله خندېده دی. پرېږده ،چې د يارانو ذهن ريفريش شي .
خدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکارې ـــ انعام الله ګوهر
ګډ مي شوې په وينه کې خپل ځان کې راته ته ښکارې خداشته چې په سترګو د جانان کې راته ته ښکارې سره غرمه کې ته يې . په زېړي مازديګر تا وينم ستوری شې،سپوږمۍ شې پاس اسمان کې راته ته ښکارې کله چې يوازي شمه،سر په زنګون کېږدمهخيال شې تصور شې په ګرېوان کې راته ته ښکارې ځکه ددنيا له ستمونو فرياد نه کوومخدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکار
د ورځې پېغلې د شپې ستوري په چينه کې ګوري ـــ د زابلي اشنا دوې نازکې غزلې
ورارې به خاورې وخپل رنګ ته په جذبه کې ګوري اوس به له ناوې سره څوک په ايينه کې ګوري شېخه ! يواز هلکان هم ملامته نه دي شته جنکۍ چې پټې پټې دروازه کې ګوري
د ښاغلي ګوهر تازه غزل
يو خوب وم د دردونو خو تعبير دي کړمه زهتا واړولم غم باندې په وير دي کړمه زهبس ټوله شپه سپوږمۍ ته په کتو باندې کړم تېرهد ستوري غوندې ويښ يمه ،شبګير دي کړمه زهزه پوى نه شوم ته څرنګه بې وخته رانه لاړې منکر وم،خو قايل اوس د تقدير دي کړمه زهچې لاس د محبت دي زما په لاس کې ګلې راکړ تر ع
هر څه راغلي په سوغات کې صرف کتاب را نه غى ـــ محمد قاسم ابدال ... کوټه
ژوند تېروو په تمه ـــ تمه انقلاب را نه غى دلته د عدل نارې پورته شوې حساب را نه غى يار ته مي واستاوو يو ليک چې څو سوالونه لرم د يار او ليک مخه هغه شوه هيڅ ځواب را نه غى
سعيد غريب چنداني قواره نه لري ـــ سعيد زابلى
چې پښتون مشر د خوشحال مطالعه نه لري ناولى مخ ګرځي په لاس کې ايينه نه لري شکلو ته ګورم خو نظر مي بې مانا پاتې شي ښايي د عشق رنګونه دغه زمانه نه لري
د نظير جانان يو ښايستوکى شعر په غږ کې
باران ورېږي ځمکه لنده ده جينۍ روانه چترۍ یې نشته د باران څاڅکي سره راټول شي د سینې خوړ کې یې کښته درومي جينۍ تخنېږي ج
د جلال يوه ښکلې غزل په غږ کې
لکه تياره مې د رڼا ، تصوير ته ډېر وژړلنن مې د هغې بې وفا ، تصوير ته ډېر وژړلما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړلدلته يو څوک و چې زما د زړه تصوير يې واخيستدلته يو څوک و چې يې ستا ، تصوير ته ډېر وژړلتا مې د خوږ زړه په پرهار پورې خندا وکړه خوما دې د سترګو د مسکا ، تصوير ته ډېر وژړلکلونه پس مې ستا تصوير وليد ،