يو خوب وم د دردونو خو تعبير دي کړمه زه
تا واړولم غم باندې په وير دي کړمه زه

بس ټوله شپه سپوږمۍ ته په کتو باندې کړم تېره
د ستوري غوندې ويښ يمه ،شبګير دي کړمه زه

زه پوى نه شوم ته څرنګه  بې وخته رانه لاړې

منکر وم،خو قايل اوس د تقدير دي کړمه زه

چې لاس د محبت دي زما په لاس کې ګلې راکړ 
تر عرشه پورې ورسېدم  پير دي کړمه زه

کله چي را په ياد شول ستا د ښکلي مخ خطونه 
اګا هله د خپل فن په تقصير دي کړمه زه

دخيال او تصور کوڅې مي تا پسي چاڼ کړې
د هيلو کچکول  غاړه کې ،فقير دي کړمه زه

دا ستا د ياد انځور ده د غزل هره مصرع مي
تا راکړلو  قلم لاس کې شاعر دي کړمه زه

پيښور

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري