ژوند تېروو په تمه ـــ تمه انقلاب را نه غى

دلته د عدل نارې پورته شوې حساب را نه غى

يار ته مي واستاوو يو ليک  چې څو سوالونه لرم

د يار او ليک مخه هغه شوه هيڅ ځواب را نه غى

له علمه لېرې يو ثبوت به يې زه داسې درکړم

هر څه راغلي په سوغات کې صرف کتاب را نه غى

پوه شوم زاهده ! تورو سترګو پر تا وکړ اثر

ستا په خبرو کې نن ذکر د عذاب را نه غى

لاړى د عشق په سفر يو د ميدانونو اتل

خو دا ميدان له نورو بېل وو چې کامياب را نه غى

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري