چې پښتون مشر د خوشحال مطالعه نه لري
ناولى مخ ګرځي په لاس کې ايينه نه لري
شکلو ته ګورم خو نظر مي بې مانا پاتې شي
ښايي د عشق رنګونه دغه زمانه نه لري
ولې له لوږې مرو بې سوچه بې ضمير وولسه!
زمونږ وطن نو وايه کومه خزانه نه لري
ښکلو ته ګوره خو ليږ فام کوه تکفير دي نه کړي
دا د ريا زاهدان دومره حوصله نه لري
له شعر يې خوند اخله يوې ښکلې ويل بلې ته
کنې سعيد غريب چنداني قواره نه لري
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري