باران ورېږي ځمکه لنده ده

جينۍ روانه چترۍ یې نشته

د باران څاڅکي سره راټول شي

د سینې خوړ کې یې کښته درومي

جينۍ تخنېږي جينۍ ځان ټول کړ

جينۍ ژورو فکرونو یووړه

د جينۍ خیال اوس نو مجسم شو

جينۍ یوه ځوان کړه په غېږ کې ټینګه

جينۍ مسکۍ شوه جينۍ ځان ټول کړ

چينۍ مسکۍ شوه چې را په خود شوه

ګامونه تېز شول او ورو یې ووېل

باران د ځمکې ابادي ده

شېرینه یاره ! زه په تا اباده یمه

 

په غږ کې يې  دلـــــــــــــــــته  اورېدلاى شئ

 

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري