لکه تياره مې د رڼا ، تصوير ته ډېر وژړل
نن مې د هغې بې وفا ، تصوير ته ډېر وژړل
ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده
ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړل
دلته يو څوک و چې زما د زړه تصوير يې واخيست
دلته يو څوک و چې يې ستا ، تصوير ته ډېر وژړل
تا مې د خوږ زړه په پرهار پورې خندا وکړه خو
ما دې د سترګو د مسکا ، تصوير ته ډېر وژړل
کلونه پس مې ستا تصوير وليد ، راياده مې شوې
کلونه پس مې نن شپه بيا ، تصوير ته ډېر وژړل
په غږ کې د غزل اورېدو د پاره دلــــــــــــــتـــــــــه کليک وکړئ
31.05.2010
- سيد شاه سقيم
نه پوهېږم څو شلې غرونه او ګړنګونو به مو تر مېنځ ولاړ وو . خو بيا مي هم د هغه تر راتګ پورې ورته د دوکان څوکيداري په ښه توګه وکړه .
داسي نه چې غله رانه وېرېدل او د ده د دوکان په سامانونو يې کار نه درلود ، يا يې زه ليدم چې څوکيداري يې کوم خو که راغلي هم واى نو باور مي پوخ وو چې بريالي به رانه نه وو تللي .
لاس مي يې هم تر ګرېوانه نه ر...
03.07.2010
- سيد شاه سقيم
باران ورېږي ځمکه لنده ده
جينۍ روانه چترۍ یې نشته
د باران څاڅکي سره راټول شي
د سینې خوړ کې یې کښته درومي
جينۍ تخنېږي ج...