نه پوهېږم څو شلې غرونه او ګړنګونو به مو تر مېنځ ولاړ وو . خو بيا مي هم د هغه تر راتګ پورې ورته د دوکان څوکيداري په ښه توګه وکړه .
داسي نه چې غله رانه وېرېدل او د ده د دوکان په سامانونو يې کار نه درلود ، يا يې زه ليدم چې څوکيداري يې کوم خو که راغلي هم واى نو باور مي پوخ وو چې بريالي به رانه نه وو تللي .
لاس مي يې هم تر ګرېوانه نه رسېده . او په سترګو مي هم نه شواى ليداى . خو په دې سربېره مي کولاى شواى له ناکامي او رسوايي سره يې مخ کړم.
جالبه نه ده ؟
هغه امرخېل جلال وو چې په بلجيم کې اوسي . او زه خو مو نو خود پېژندلى يم چې څوک يم او دا مهال په کويټه کې اوسم .
کيسه يې درته کووم .
دلته به د شپې يوه نيمه بجه وه چې د ياهو مسينجر له لارې يې راته وويل چې په دوکان کې ناست يم خو د دوکان کيليانې رانه په کور کې پاتې شوې دي .
ما پرې ددې ځاى د دوکانونو خيال وکړ . چې بس يو تور غټ قلف به د دوکان د خلاصې دروازې په دننه لاستي پورې خلاص ځوړند وي ، را وابه يې خلي او دروازې تر اچولو وروسته به بې غمه کور ته روان شي . دلته زيات دوکانداران دوکان ته د قلف تر اچولو وروسته شين نسوار هم وکړي . خړ پټو په کيڼه اوږه را وځړوي يو ځل بيا د دوکان قلف راکش کړي ، او وروسته د کور په لورې بې غمه روان شي . خو ده چې خبرې پيل کړې نو پوه شوم چې کيسه بل ډول ده .
دواړو په دې فکر شروع کړ چې څنګه وکولاى شو هم دوکان له غلو نه وساتو او هم جلال کيليانې راوړي .
تر څه ځنډ وروسته مو د لومړي ځل د پاره د څوکيداري له يوې نوې طريقې څخه کار واخيست .
هغه داسې چې
په مسينجر کې مو د غږ څانګه پرانيسته . چې پرې کولاى مو شواى يو له بل سره خبرې وکړو .
وروسته ده خپل کمپيوټر خلاص پرېښود . ما ته يې وويل چې که هسې هم څه کړپ کړوپ کېده اواز خو يې تاته هسې هم درځې نو به دستي راته زنګ وهې . زه ځم د دوکان دروازه همداسي بې قلفه تړم او کيليانې راوړم .
يو کار مو بل هم وکړ چې بايد وويې وايم کېداى شي کله تاسو سره هم داسې پېښه وشي . د خپل کمپيوټر مانېټر يې ګل کړ تر څو غله پوه نه شي چې اواز بل ځاى ته ځي . له دې سره يې د دوکان دروازه وتړله او د کور په لوري روان شو .
د لومړي ځل د پاره مي د څوکيداري ناقراري احساس کړه . ځان راته زمه وار ښکاره شو . که څه هم ګرمي زياته وه خو ددې د پاره چې د غلو ښکالو واورم په کوټه کې لګېدلى برقي پکى مي هم ګل کړ .
بيا هم ډآډه نه وم . غوږ مي د ليپ ټاپ سپيکر ته ورسيخ کړ او په خپل موبايل کې مي د جلال نمره دايره کړه . ښه ډېر وخت همداسي غلى په يو اړخ پروت وم . او هغه د چا خبره ساه مي هم نه ايسته .
ليږ په دې ډاډه وم چې که غل راغلى واى نو په ما خو يې هيڅ هم نه شواى کولاى خو دده مي کار ورکولاى شواى .
د تيار سئ په حال کې وم .
ناڅه ګړز شو .
د موبايل د اوکې په تڼۍ مي ګوته ټينګه کړه زنګ هم لاړ . خو د جلال غږ مي واورېد چې .
په دوکان کې زه يم . را ورسېدم .
د تل په څېر يې بيا په زوره زوره وخندل. ما ته هم ځان بريالى ښکاره شو او اړينه مي وبلله چې وخاندام خو په يو بېل فاتحانه اندا ز .
هغه وخت مي زړه ډآډه شو چې راته يې وويل :
هر څه په خپل ځاى دي تاسو نه ډېره مننننننننننننننننننننه .
اوس نو واک له تاسو سره دى چې افغانان منئ او که نه ؟؟؟؟
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري