تېر ماښام مي په ملګرو پسې د خپل ياهو مسينجر ليسټ لټاوو چې حنيف حيران صاحب په ګوتو راغى ، تر څه خبرو وروسته مي وورته وويل چې کاشکې ياران واى چې يوه سملاسي مشاعره مو کړې واى هغه وو چې عابد صاحب را پيدا شو . ورپسې جلال امرخېل هم راغى او له ځان سره يې مجيد قرار را روان کړى وو . بانډار ګرم شو خو دا چې مونږ په هاټ مېل کي وو او حيران صاحب د هاټ مېل اکاونټ نه درلود نو رانه په نيمه لاره پاتې شو . تر څه خبرو وروسته مو سره د سملاسي مشاعري پرېکړه وکړه او عابد صاحب لاندې مطلع وړاندې کړه .
عابد :
راځۍ په نيمه شپه کې يو بانډار کوو يارانو
د خداى په زور د ښکلو زړو ته لار کوو يارانو
قرار:
چې څه مو وي په زړه کې، بس هغه به سره وایو
د پټو پټو پټو به اظهار کوو یارانو
سقيم :
واه
عابد : واه واه
عابد :
د دروغو ځاى چې راشي نو د لافو مو وار نه وي
رښتيا چې کله راشي مونږ انکار کوو يارانو .
سقيم :
پرون په دغه لاره يوه ښکلې تېرېدله
ليږ تم شئ ليږ يي نور هم انتظار کوو يارانو
قرار :
دا مینه مینه نه ده، دا څه بله کیسه نه ده
بس صافه ناروا ده، دا قمار کوو یارانو
عابد :
ډېر ښه . قرار
وا واه عابد صېب
جلال :
واه څومره ښه .
ما ته خو هم وخت راکوئ کنه !
عابد :
دېر اعلى ـ
قرار :
ورځه پرې جلاله
اوس یې راوباسه
جلال :
ماحول داسې جوړ نه دی چې خوشال غوندې ناره کړو
د سپينې خولې خبرې په ډار ډار کوو يارانو
سقيم :
واه
عابد :
دا مونږه ګناه ګار يو که ثواب مو دى ګټلى ؟
په زړونو کې چې مونږ د ښکلو څار کوو يارانو .
سقيم :
واه
عابد :
واه جلاله !
جلال :
واه څومره ښه !
قرار :
ډېره اعلی
جلال :
د يو او بل لفظونه مو د خپل زړګي خبرې
واه واه چې يو او بل ته په تلوار کوو يارانو .
قرار :
لوګی غوندې له اوره ولاړېږو لرې درومو
لوګي غوندي فضا کې انتشار کوو یارانو
واوا
لکه چې مرداره مې کړه
سقيم :
هاهاها
عابد:
ډېر ښه
سقيمه ! شعر وايه کنه .
نه تر اوسه لا حلال ده .
قرار:
سقیم صاحب دا مې ستا د تشویق لپاره در و ویشتله
هاهاها
جلال :
هاهاهاها
ياره قراره ! ډېر وران يې .
سقيم :
ياره قافيي ..... وايسته
هاهاها
جلال :
ته خو نو .... مه باسه .
عابد صاحب بخښنه دي وي .
سقيم :
هاهاها
جلال :
دا ښکلي دي چې مونږ ورته د دوو پيسو ښکارو
دا مونږ يو چې په ښکلو تل اتبار کوو يارانو .
عابد :
څلور واړه بازان يو غنمرنګه سکاڼ ته ورته
خو ومنۍ چې مونږ د زړونو ښکار کوو يارانو .
جلال :
الله
څومره ښه عابد صاحب .
قرار :
یو ورځ به په توبه واړه را وځو او یو ورځ به
په ګډه له دې مینې استغفار کوو یارانو
ډېره اعلی عابد صېب
عابد:
ډېر ښه دى قراره ! خو نه يې منم .
جلال :
الله مکړه چې مونږ دي کله دومره کافران شو
چې مينې نه په لويه لار انکار کوو يارانو .
قرار :
غزل خو به جوړېږي، خو مدار غواړي یو څه
قافیې خوبه ماتېږي چې تلېوار کوو یارانو
جلال :
دا يې د قرار په ځواب کې .
قرار :
جلاله زمانه را سره نه درومي په لاره
مومن یو خو کارونه د کفار کوو یارانو
شاباس جلاله
جلال :
والله ستا هم ډېر ښه دى لکه چې سقيم نشته !
سقيم :
شته شته
ليږ صبر
قرار:
د سقیم صاحب لپاره بیا یو ملاماتی بیت ور ویشتل په کار دي
جلال :
هاهاهاها
ياره !
سقيم
مړه قراره تاته لکه چي زه کدو کريله خکارم ؟ اوس يې ګوره هاهاهاها
عابد :
راځئ چې يوه خوله شو او د حق ناره کړو پورته
باطل ته به تر کومه پورې وار کوو يارانو .
قرار:
را واخله یوه نرۍ غاړه جلاله، یا عابده
تر څو به لا سقیم ته انتظار کوو یارانو
سقيم :
خالق راته غصه نه شي زمونږ هم مجبوري ده
چې جوخت ورسره ذکر د دلدار کوو يارانو
جلال :
لويان شوو خو هر کار کې د مورجانې دوعا غواړو
اوس هم لا ماشومانو غوندې کار کوو يارانو .
قرار :
واه واه
سقيم :
خير کړي خدايه
قرار :
ډېر اعلى .
جلال :
والله سقيمه زنده باد .
يو وار کوي خو د کار کوي .
قرار :
سقيمه يو وار پوخ وار
عابد :
واه سقيمه
خو هغه زما پورته شعر لکه چې بې کاره وخوت ؟
قرار :
ولا هغه خو ډېر ښکلی وو . بې ټوکو
جلال :
کوم يو ؟
بيا يې وليکه .
قرار :
زما خو له واه واه ستونی درته وشکېد
سقيم :
عجيبه ده تر توره لاندې خپل ورور مو ولاړ وي .
چې کله پر دښمن باندې ګذار کوو يارانو
قرار :
واه واه سقیم صاحب ! خوند دې پرې وکړ
جلال :
سپېڅلى عبادت چې په ريا کې حساب نه شي .
پښتو ته به په پټه پټه کار کوو يارانو .
عابد :
راځئ چې يوه خوله شو او د حق ناره کړو پورته
باطل ته به تر کومه پورې وار کوو يارانو
جلال :
څومره ښه !
عابد :
سقيمه دويم شعر دي هم ښه دى .
عابد :
اول خو ګذار نه کوو چې کله ګذار وکړو
هغه د کاڼو نه د ګلو وار کوو يارانو .
جلال :
واه څومره ښه .
سقيم :
واه
عابد :
ټوکې مه کوه .
جلال :
ډېر ښايسته دى .
عابد :
مننه
قرار :
نادودي خو به وینو چې په ښکلیو پسې ګورو
تیندکي خو به زغمو چې خمار کوو یارانو
عابد :
پوره مياشت پس د دوو شپو په خاطر کور کې مېلمه يم
سقيم راباندې غږ وکړو بانډار کوو يارانو .
سقيم :
وا وا .
عابد :
سقيمه ته خو يې منې که نه ؟
سقيم :
ولې نه .
جلال :
زه يې هم منم .
عابد :
ښه ډېره مننه له دواړو نه .
عابد :
راځئ دې عشق اباد ته خو ليږ سر کړو ورښکاره .
پوښتنه د يو خوږ زړګي بيمار کوو يارانو .
قرار :
ډېره اعلی عابد صېب
عابد :
مننه قراره .
قرار :
بيتونه د جلال دي چې په خوند سره يې لولو
که لوبې د سکڼي رباب په تار کوو يارانو .
جلال :
هاهاهاها
ته ودرې چې جلال جام شو .
سقيم :
باور مي دى يو ستورى مو په لوري را روان دى
چې کښېنو نو خبرې د سهار کوو يارانو
خوند يي ونه کړ
عابد :
ډېر ښه ډېر ښه .
قرار :
خوند يې لا څنګه وي سقيمه !
قرار :
دا خوند به يې لا څنګه وي سقيمه چې ته وايي
له دې بيته به څرنګه انکار کوو يارانو .
جلال :
بلکل
عابد :
واه قراره .
سقيم :
لا زړه کې مو يوه پېغله شته لا هېر مو ګودر نه دى
چې کله کله ذکر د چنار کوو يارانو
قرار :
ډېر اعلى غرنۍ شوه .
عابد :
دا چا وېل چې مونږ لاس تر زنې ناست يو او څه نه کړو
دا نه ګورئ د ښکلو زړو ته لار کوو يارانو .
ډېر ښه سقيمه .
قرار :
شاباس ډېر اعلى .
عابد :
چا ته وايي ؟
سقيم :
هاهاها ماته وايي .
قرار :
عابد صاحب ته . د هغه بل وار خو تېر شو
عابد :
هو کنه قراره .
قرار :
سقيمه ستا لکه چې په يو ډېر اعلى کار وونه شو خو غږ وکړه ظالمه !
سقيم :
هاهاها
عابد :
هاهاهاها
جلال :
په نيمه شپه چې ناست يو پرهارونه د زړه چېړو
د خيال د غزل پېغلې ته سنګار کوو يارانو .
قرار :
بس واه واه ته تيار يو چې يې څوک غوښتنه وکړي .
بس ډېره په تازېله دغه کار کوو یارانو
عابد :
مګر دا سقيم يو يو پوخ ګذار کوي .
ډېر ښه قراره .
قرار :
یاره جلاله، ستا ټک خو مو لا نه دی ویشتلی ستا هغه هم ښایسته و چې وار یې تېر نشي
جلال :
دا زړه خانه خراب خو ټول په ورکو لارو سر کړو
بس نوره به له عقله سره لار کوو يارانو .
عابد :
خو ګورئ د پېښور په برق باور نشته که زه درنه کټ شوم چې دا شعرونه تاسو څوک واخلئ او بيا يې بلاګ ته ورکړئ .
قرار :
ډې عالي جلاله .
سقيم :
بس په دې کې نو زه شنه ټکه يم .
عابد :
ډېر ښه جلاله .
جلال :
مننه
قرار :
نيږدې مي عابد صاحب ته هم ډېره اعلى ويلي ول .
امرخېل :
هاهاهاها
قرار :
ما ويل که مطلع يې وويله .
سقيم :
هاهاهاهاها
هاهاهاها
امر خېل :
هاهاهاها
عابد :
بس سقيم دي يې بلاګ ته کاپي کړي .
جلال : دې نه مالومېږي چې ته له زړه نه مونږ سره برخه نه اخلې .
قرار :
ټوکه کووم .
نه والله .
ټوکه مي وکړه .
په قوران
رسوايي به نه ګډوئ .
جلال :
هاهاهاها
سقيم :
هاهاهاها
قرار :
بس ما خو درته وويلې چې مونږ لکه لوګي يو
په هر ډول فضا کې انتشار کوو يارانو .
جلال :
اوس دي پخوانى بيت ښايسته کړ .
عابد :
ډېر ښه قراره .
قرار :
لږ پام غلطول دي، که شعرونه وایو، یا که
سګرېټ لګوو مونږه که نسوار کوو یارانو
جلال :
هاهاهاهاها
ډېر ښه ياره .
عابد :
هاهاهاهاها
سقيم :
واه
عابد :
ماته دي سګرېټ راياد کړل .
تېلۍ مي ورته کړ .
جلال :
ځه شکر چې دله غوندې ماما يې خداى رضا کړ
جرګه به يې سبا په خير په پلار کوو يارانو .
هاهاها
قرار :
ریښتیا چې پټوو، نو نه یې بد ګڼو نه شرم
شرمېږو د ریښتیاوو چې اظهار کوو یارانو
وا وا عابد صاحب ،
سقيم :
چې غېږ کې يې تاوده شو نو په زنه يې غاښ تينګ کړو
دا يو عادت له يار سره د مار کوو يارانو .
جلال :
اوهووووو
قرار :
واه واه واه
جلال :
څومره ښه .
قرار :
سقيم چکه ووهله .
جلال :
ډېر عالي دى .
جلال :
چکه نه يار سيکسه يې ووهله .
عابد :
واه واه واه سقيمه .
سقيم :
هاهاهاهاهه سيکسه !!!
عابد :
ته خو هم زما عادت لرې .
قرار :
اوف . څومره ښايسته وو سقيمه .
مېن اف دې مېچ
عابد :
ما غوښتل چې دا مار اوس څنګه راوړم .
قرار :
جلاله ګوتې وروړه .
جلال :
که مينې هر څه وکړل خو دا يو ښه بې منو
په ځان چې د سړو په جم کې شمار کوو يارانو .
سقيم :
وا وا .
جلال :
زه هم مخکي په مار لګيا وم خو نه جوړېده .
قرار :
ښایسته
عابد :
جلاله ګوتې وروړه دا سقيم هوده کې واخله
که نه ددې بانډار د تېښتې لار کوو يارانو .
قرار :
عابد صاحب ډېر ښايسته ،
عابد :
زما په شعر څنګه غلي شوئ ؟
مننه قراره .
جلال :
د خپل زړګي د هر يو زخم شور راته مالوم دى .
فتوا چې پر هر داغ د لاله زار کوو يارانو .
سقيم :
ډېر ښه .
عابد :
واه واه جلاله .
قرار :
د خیال په غونډۍ ناست یو، د اسمان په لورې ګورو
الهام ته د ښایسته غزلو څار کوو یارانو
عابد :
واه واه .
سقيم :
يوه قافيه دويم ځل راوړل روا دي ؟
قرار :
دا شوخې شوګېرې خو هسې نه دي چې بې څه دي
جلاله څه خرچه خو به په یار کوو یارانو
عابد :
قراره غم مه کوه ما هم تکرار قافيې کارولې دي .
واه واه
قرار :
ما خو له نورو زده کړه .
سقيم :
واه قرار صاحبه
قرار :
او زما لومړۍ مشاعره ده اداب را ښياست .
عابد :
هاهاها له ما دي زده کړل .
دا له ستا اوله مشاعره ده .
ته خو به مونږ غرق کړې .
جلال :
واه قراره ياره .
ظالمه مونږ دي په دې بيتونو لېوني کړو .
او ته وايي چې لومړۍ مي ده .
قرار :
تشویق ښه شی دی
فایده کوي
زه یې اوس لا په ګټه پوهېږم
عابد :
هاهاهاهاها
جلال :
هاهاهاهاه
عابد :
ظاهره به له خولو نه د انکار انکار نارې کړو .
خو پټ زړه کې دې ښکلو ته اقرار کوو يارانو .
قرار :
واه
عابد صاحب واه
جلال :
ډېر ښه .
جلال ::
ښايسته بيتونه ليکو خو قرار يې مني کله
که مونږه قسمونه په بار بار کوو يارانو .
عابد :
مننه قرار
واه واه جلاله .
قرار :
واه واه، خو بې ځایه قسمونه مه کوه
عابد :
هاهاهاهاه
جلال ::
هاهاهاهاه
قرار :
د خدای نومونه ډېر دي، هم رحیم دی، هم رحمان دی
دا ولې واړه ذکر په جبار کوو یارانو
عابد :
واه واه واه
سقيم :
قهار ياد نه کړې هسې هم زمونږ برق بهانه غواړي ، ځي .
عابد :
د جلال او جمال فلسفه ده .
جلال ::
واه واه .
عابد :
سقيمه دا ټوله مشاعره کاپي کړه .
جلال ::
منصور له خوشحالۍ نه لېونى نه شي چې مونږه
نارې د انالحق په سر د دار کوو يارانو .
قرار :
سقیمه غریبي ده، نه نیمڅي شته، نه شالونه
پرده به مو د بنګو په غبار کوو یارانو
سقيم :
واه واه
قرار :
شاباس
جلال ::
دا واه واه چا ته ؟
عابد :
دواړه ښه وو .
قرار :
جلال ته .
جلال ::
هاهاهاهاها
قرار :
نو ځان ته خو نه کېږي کنه .
جلال :
هاهاهاها
شک درنه نشته .
قرار :
که نه بيا خو يې ماته پرېږده .
سقيم :
ياره دا يو بيت نور نه سمېږني دغسي يې درلېږم . توکل په خداى .
جلال :
امينزى صاحب چې په شرنګ کې چا سره مرکه کوي نو يو نيم ځاى پکې ځانته وليکې چې مننه امينزى صاحب .
قرار :
هاهاهاهاهاهاها
سقيم :
هاهاهاهاهاهاهاهاها
عابد :
هاهاهاهاها
والله په ځاى دي وويل .
جلال :
رښتيا وايم .
سقيم :
دا مونږه برېتور د يوې ښايستې جينۍ د پاره
په سره غرمه کې خټي يي د پلار کوو يارانو
جلال :
هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
قرار :
هاهاهاهاها
سقیم صاحب، ښه پوخ اشرباڼی یې لکه چې
سقيم :
هاهاها بل رقم نه سمېده .
قرار:
په تن لکه دېوال غوندې ارام یو پټه خوله یو
په زړه کې د طوطي غوندې چغار کوو یارانو
عابد has left the conversation
سقيم :
عابد صاحب اوټ شو .
قرار :
واه واه مه واياست .
جلال :
نه ـ دا ګورئ يوازې د سقيم بد قيسمتي ده
کنه مونږ خو په نجونو تل خپل کار کوو يارانو .
سقيم :
اررررررررى
قرار :
بېرته يې اخلم .
جلال :
سقيم راته ويل چې د جينۍ ټلېفون اخلم
مونږ کله په دې دروغو اتبار کوو يارانو .
قرار :
هاهاهاها
جلال :
ماته يې دلته وليکل چې د جينۍ فون دى . دروغجن دى .
سقيم :
مړه جلاله خداى ته وګوره عابد صاحب مشر سړى دى ولي مي يې تر مخه شرموې ؟
جلال :
عابد صاحب اوټ شوى دى . غم مه کوه . هسې جينۍ راټينګه کړه .
قرار :
هاهاهاهاها
جلال :
عابد صاحب بيا را وغواړئ .
سقيم :
ظالمه ټول د ي خبر کړل هغه ټلېفون هم قطع شو لکه چي پلار يي راغى هاهاهاهاها
جلال :
راځئ چې چل په سترګو کې د زړه د کيسو زده کړو .
تر څو به مينتونه د رويبار کوو يارانو .
سقيم :
واااااااااا
عابد:
زه راغلم
قرار :
هر کله راشې .
عابد :
وا وا جلاله .
قرار :
جلاله، ریبار دې غلی کړی وو
جلال :
چېري ؟
مخکې نه وو کارېدلى ؟
قرار :
مړه، زموږ کارتوس په خلاصېدو دي او ته زېړ زېړ نوي نوي کارتوس راوباسې
جلال :
او ، زما اوس شپه په پخېدو شوه او کارتوس په ډېرېدو .
سقيم :
هاهاهاها
عابد :
هاهاهاهاهاهاها
قرار بيخې سم وايي .،
جلال :
ضرور به د يو چا په سپينه خوله باندې ډاډه يو .
د سپينې خولې خبرې چې په جار کوو يارانو .
عابد :
جلال بلا کوي .
سقيم :
څه پرې کوې ياره !
جلال :
سلام چې د چا نه اخلو د غرور خبره نه ده .
مصروفه يو د مينې کاروبار کوو يارانو .
قرار :
شاباس
ډېره اعلی
ښایسته
سقيم :
جلاله ظالمه په دغه کاروبار زه هم اخته وم
عابد :
ډېر ښه .
جلال :
هاهاهاهاها
دا کاروبار مي هم درنه ونيوو .
جلال :
مونږ ښه يو د پښتون او فارسيوان کېسه کې نه يو .
خاطر بس د هر ښکلي وطندار کوو يارانو .
عابد :
اوس مونږ هغه شډل بډل د کلي خلک نه يو .
اوس مونږه هم خويونه د بازار کوو يارانو .
قرار :
هاهاهاهاها
سقيم :
واه واه عابد صاحب .
جلال :
وووو عابد صاحب . بلا کوې .
عابد :
دا ښکلي خو ليږ پوه کړئ چې په مونږه ظلم نه کړي .
مونږ هم زړونه لرو مونږ هم ازار کوو يارانو .
جلال :
اى ما دي قران ووهي . ما په ازار باندې سوچ کاوو .
او همدا اوس .
سقيم :
هاهاهاهاها
عابد :
بس زه خو ازاري سړى يم .
جلال :
هاهاهاهاه
جلال :
د مينې نغمې وايو د باروتو په فضا کې
په دې وخت کې خو دا لوى ابتکار کوو يارانو .
سقيم :
له خپل سيوري وېرېږو چې ټوپک يې لاس کې نه وي
دا ځکه کوږ مزل په هره لار کوو يارانو .
عابد :
واه واه سقيمه .
د څه ستونزي له امله کېداى شي څه خبرې او بيتونه لا هم پاتې وي .
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري