سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
د سملاسي مشاعرو لړۍ
د اوښکو لار " څلورمه کړۍ" سملاسي مشاعره
زه ( جهانګیر ) په پوهنتون کې وم، لا امتحان ته ناست وم، د تلاش پرلپسې زنګونو پوزې ته راوستی وم. کله چې د امتحان پارچه مې استاد ته وسپارله او له صهنې ووتم، نو سمدلاسه مې زنګ ورته ووهه، بې لدې چې سلام وکړي، ويې ویل:- ایییییی! نن شپه راډیو ته ضرور راشئ! مشاعره کوو، پوه شوې؟سلام مې ورته وکړه او ورسره مې وعده وکړه چې سمه ده. کله چې راډیو ته راغلم، د شپې اته بجې وې. سید عبدالله نظامي په پروډکشن سټوډیو کې خپل راپور ثبت کولو. ګل
بله سملاسي مشاعره
تېره شپه چې څنګه آنلاين شوم ښاغلي سيدشاه سقيم د (کره کتنې) حجرې ته وغوښتم. له ما نه مخکې نور ملګري بارکوال مياخېل، سعيد رابلی، نعيم افغان، حکمت سروش، انعام الله ګوهر، عبدالرحیم هلال، عبدالله شاه ژوندون، مجيد قرار او سقيم په کره کتنه بوخت ول چې موضوع يې (هفه کسان چې فېس بک چټيات وايي) غوره کړې وه.بحث ښه درز کې لګيا وه چې سقيم له ملګرو د سملاسي مشاعرې غوښتنه وکړه او ټولو ورسره ومنله،د يادونې وړ ده چې ځينې ياران لکه هلال، ګوهراو قرار له مشاعرې نه په تېښته
سم لاسي مشاعره!
تېر ماښام مي په ملګرو پسې د خپل ياهو مسينجر ليسټ لټاوو چې حنيف حيران صاحب په ګوتو راغى ، تر څه خبرو وروسته مي وورته وويل چې کاشکې ياران واى چې يوه سملاسي مشاعره مو کړې واى هغه وو چې عابد صاحب را پيدا شو . ورپسې جلال امرخېل هم راغى او له ځان سره يې مجيد قرار را روان کړى وو . بانډار ګرم شو خو دا چې مونږ په هاټ مېل کي وو او حيران صاحب د هاټ مېل اکاونټ نه درلود نو رانه په نيمه لاره پاتې شو . تر څه خبرو وروسته مو سره د سملاسي مشاعري پرېکړه وکړه
زه ستا له كور ځنې تاويږم خو ځان نه پوهوې ــــــ امانزوى
د ليمه بلاګ محترم مسؤل او به مخ بوونكيه!ستاسې سم لاسي مشاعره مې وليده او ډيره مې خوښه شوه، خورا په زړه پورې ده، هر چا كوښښ كړى او ښايسته كرښې يې تورې كړي دي، نو زه هم راولاړ شوم او سم له لاسه مې د مشاعرې د لومړي بيت په پله يو بيت ليكل پيل كړل خو كرار كرار يې خوند راكه او پسې اوږد مې كړ چې دادى پوره غزل ترينه جوړ شو. او تاسو ته يې درلېږم .په خورا پښتنه او شاعرانه مينه!امانزى د وره په خوا كې دې اوسيږم خو ځان نه پوهوېتر څنګ وړوكى دې لوييږم خو ځان
سم لاسي مشاعره
دغه مشاعره مو تېره شپه د ګرځنډه ټلېفون د پيغامونو په مټ وکړه . چې پکې له کراچۍ څخه راسره حليم شملزى ، له سيف الله کلا څخه محب الله ښېراز او عزيز احمد عزيز ، له ژوب څخه رحمت زلمي ، له هندوباغ څخه سعيد زابلي ، له سينځاوۍ څخه غلام جيلاني ساج او نقيب الله نصرت ،له لورالايي څخه عبدالغفار وزير ، له کويټې څخه دريا خان حقمل ،او ما (( سقــــــيم )) برخه اخيستې وه . سقيم : لا دي تر سترګو ـ سترګو کېږم خو ځان نه پوهوې
سم لاسي مشاعره
د زړه په تخت له ناست سلطانه سره ډېر ستړى يم د سپينې خولې له تور ارمانه سره ډېره ستړى يم