دغه مشاعره مو تېره شپه د ګرځنډه ټلېفون د پيغامونو په مټ وکړه . چې پکې له کراچۍ څخه راسره حليم شملزى ، له سيف الله کلا څخه محب الله ښېراز او عزيز احمد عزيز ، له ژوب څخه رحمت زلمي ، له هندوباغ څخه سعيد زابلي ، له سينځاوۍ څخه غلام جيلاني ساج او نقيب الله نصرت ،له لورالايي څخه عبدالغفار وزير ، له کويټې څخه دريا خان حقمل ،او ما (( سقــــــيم )) برخه اخيستې وه .
سقيم :
لا دي تر سترګو ـ سترګو کېږم خو ځان نه پوهوې
پوهېږم ښه درته يادېږم خو ځان نه پوهوې
حقمل :
هر مازديګر ستا د ليدو په تمه ـ تمه اشنا
د کور له مخه دي تېرېږم خو ځان نه پوهوې .
زابلى :
د ټيکري پيڅکه يې په خوله کې وه په ورور يې ووېل
جانانه ! زه درنه شرمېږم خو ځان نه پوهوې
ښېراز :
جانانه ستا د يارانې سزا ګالم لګيا يم
ستا په سر نوره بدنامېږم خو ځان نه پوهوې .
ساج :
تاسره خپل وطن پرېږدمه دروغ نه دي ګرانه
هم دي په مينه قربانېږم خو ځان نه پوهوې .
غفار وزير :
يه لامبوزنه تا خو لافې د لامبو وهلې
دغه دى ډوب شومه غرقېږم خو ځان نه پوهوې .
حليم شملزى :
که يارانه دي په پيسو وي ماته سپينه وکړه
زه شملزو ته روانېږم خو ځان نه پوهوې .
زلمى :
زه هم د ورځې مزدرکار يمه په شپه ودېږم
زه هم رښتيا درته غږېږم خو ځان نه پوهوې .
سقيم :
لمرينې وړانګې مي نادانه سترګې نه برېښوي
زه سلامي درته درېږم خو ځان نه پوهوې .
حقمل :
زه لکه زېړه ملغلره درنه ورکه به شم
اوس دي له غاړي څخه لوېږم خو ځان نه پوهوې
ښېراز :
ځکه مي اوښکې په لېمو بهېږي خوب نه راځي
ستا په يادونو کې ژړېږم خو ځان نه پوهوې .
ساج :
جانانه مه کوه ظلمونه ناخبره يې اوس
دا ستا له کلي روانېږم خو ځان نه پوهوې .
وزير :
زما له خولې به چيغه ووزي او خندا به راشي
ګرانې دالته ډېر تخنېږم خو ځان نه پوهوې .
عزيز احمد عزيز :
کيسه د حق ده دا چې ته يې يو پر بله کوې
زه په پښتو ژبه ګايېږم خو ځان نه پوهوې
شملزي :
ته به د نجونو د حقوقو بابولاي وايې
زه په بوډا بابا وېرېږم خو ځان نه پوهوې .
زلمى :
چې مين نه وم د ميړانې مي کيسې کېدلې
اوس په خالي ميدان يرېږم خو ځان نه پوهوې
زلمى :
نمروده هسې يې خطا زه يم خليل د الله
په دغه اور کې نه سوځېږم خو ځان نه پوهوې
سقيم :
په نيمه لاره کې دي پرېښودم ناترسه ياره
ستا په کوڅه کې ليلامېږم خو ځان نه پورې
حقمل :
دومره مغرور يې لکه يې چې شاهزاده هلکه
درته په سترګو کې خندېږم خو ځان نه پوهوې .
سقيم :
ګوندې را فام دي شي راوګورې په دغه پلمه
غاړي تازه کړم و ټوخېږم خو ځان نه پوهوې
شملزى
ته د جومات په دېواله ناست يې سوچونه کوې
ما وېل له تا سره ويدېږم خو ځان نه پوهوې
ښيراز :
ستا د يادنو سلسلې راته لوى غم جوړ کړى
اوس له وطن څخه ورکېږم خو ځان نه پوهوې
زلمى :
سقيمه دا مشاعره له ما درپاتې ده بس
زما سترګې پټې شوې ويدېږم خو ځان نه پوهوې .
سقيم :
جانانه څه مي پکې پاتې دي بس ستا له سترګو
په ړنګه کويټه کې اوسېږم خو ځان نه پوهوې .
حقمل :
خداى شته بيا راشم که مي دغه اخيري راتګ شي
نور دي له غېږې فنا کېږم خو ځان نه پوهوې