ګونتانامو، ته به هم یادې ساتې
ستا پر تور زړه باندې به پاتې اوسي
لکه د کاڼو کرښې
زمونږ د ژڼو ارادې ، عقیدې
ګونتانامو، ته به هم هیرې نه کړې
هاغه له نوره ځينې ډکې بشرې
ها اوږدې څڼې تاړې واړې ځوانۍ
ها کړنګولې انګازې د قران
هالمدې شونډې د الله په نامه
ها غټې غټې مطمینې سترګې
ګونتانامو ،زمونږه ژڼي خو به بیرته راشي
ستا ها شکنجې ، او عذابونه به له ټولو هیر شي
خو ته به هیرې نه کړې
تل به دې غوږ کڼوي
ستا د شکنجو او عذابونو لاندې
د لا اله الاالله زمزمې
ګونتانامو ، خو داسې ونه ګڼې
چې ستا ظلمونه به هیڅ پور نه لري
اوستا پنجرو کې به دا بند ژڼکوټي
څوک به نه پلار لري یا ورور نه لري
بس انتظار کوه ډیر زر به وکسې
ستا د بادار هره کوڅه به وي له مړو ډکه
څوک به د ویر يې نه وي


هغه زېړ څڼې جینکۍ به دلته
زمونږ د غرونو په کورونو کې جاروې وهي