د ليمه بلاګ محترم مسؤل او به مخ بوونكيه!
ستاسې سم لاسي مشاعره مې وليده او ډيره مې خوښه شوه، خورا په زړه پورې ده، هر چا كوښښ كړى او ښايسته كرښې يې تورې كړي دي، نو زه هم راولاړ شوم او سم له لاسه مې د مشاعرې د لومړي بيت په پله يو بيت ليكل پيل كړل خو كرار كرار يې خوند راكه او پسې اوږد مې كړ چې دادى پوره غزل ترينه جوړ شو. او تاسو ته يې درلېږم .
په خورا پښتنه او شاعرانه مينه!
امانزى
د وره په خوا كې دې اوسيږم خو ځان نه پوهوې
تر څنګ وړوكى دې لوييږم خو ځان نه پوهوې
زه نه پوهيږم چې طواف به خلك څه ته وايي؟
زه ستا له كور ځنې تاويږم خو ځان نه پوهوې
ياره تر كلي پورې درغلم په ډيره مينه
خو بې ديدنه دې ستنيږم خو ځان نه پوهوې
زه له بارانه ګيله من نه يم، پروا مې نشته
ګرانه په در كې دې لمديږم خو ځان نه پوهوې
ښه درته ښكارم چې ستي دې يم په مينه اشنا
زه په هرڅه باندې پوهيږم خو ځان نه پوهوې
اشناپه دې خو ښه پوهېږې چې په يو نظر دې
زه له خپل ځان ځنې وركيږم خو ځان نه پوهوې
طبيبه ولې مې په رنځ باندې پرده اچوې
د يار په يو احوال رغيږم خو ځان نه پوهوې
كه دلبر راغى نو يو څه به راز پوشي وكمه
كنه عالم كې رسواكيږم خو ځان نه پوهوې
زه لا پخوا درته نيږدې ومه په هره مانا
اوس دې په زړه كې هم ځايږم خو ځان نه پوهوې
امانزوى غواړم دې پېنځه وخته په هره ورځ كې
لاس په دعا رب ته دريږم خو ځان نه پوهوې
25/08/2009 تر پيشمني وروسته