د زړه په تخت له ناست سلطانه سره ډېر ستړى يم

د سپينې خولې له تور ارمانه سره ډېره ستړى يم

په ډک مجلس کې مي د راز خبر بربنډه وکـــــــړي

زه تر رقيبه له جانانــــــــــــــــــــه سره ډېر ستړى يم

راته غصه يې وار په وار ډېرېږي بد يې اېســــــم

په تللې خوله له پښېمــــــــــانه سره ډېر ستړى يم

 نه يې پرې ښوداى شم او نه يې شم دښمن وهلاى

خالقه ! ستا له دې قـــــــــــــرآنه سره ډېر ستړى يم

چې پرهارونه يې خوله ورکړي وخت يې بېرته وران کړي

له خپل ريښې ريښې ګرېوانــــــــــــه سره ډېر ستړى يم

بېړۍ ډوبېږي ساحل وړاندې غږ مي نه اوري څوک

له دې ويده غوندې کاروانـــــــــــه سره ډېر ستړى يم

له خپله وروره يې هم پټ په بســـــــــم الله تېرووم

په دې حالاتو کې له ځانــــــــه سره ډېر ستړى يم

دې وچکالي، سپېرو بادو کې سرې نازکې شونډې ؟ 

سقيمه ! ستا له دې درمانه سره ډېر ستړى يم

سيد شاه سقيم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د يتم اوښكو، له ګريوانه سره ډير ستړى يم
د كونډې ځوګ او له ګريانه سره ډير ستړى يم
تر څو به پټه خوله ساتم او څه به نه وايمه
چې له راغلي دې توپانه سره ډير ستړى يم
نور ولاړيږم برملا نارې سورې وهمه
د يرغلګرو له كاروانه سره ډير ستړى يم
ته ورځه خواكې ورته كينه او مزې دې كوه
زه له اشغال افغانستانه سره ډير ستړى يم
څوك به په ټيت سر په وطن كې كته پورته درومي
زې له ځنځير او له زندانه سره ډير ستړى يم
كاسه د صبر مې چپه شوه نور د غرو په لور ځم
چې شم غازي، له دې ارمانه سره دير ستړى يم
زه اوس ماشوم نه يم په هر څه باندې ښه پوهيږم
د ابادۍ، ديموكراسۍ له دې عنوانه سره ډير ستړى يم
څومره زړور دى چې په ټولو نارواوو ورځي
له دې وحشي غوندې انسانه سره ډير ستړى يم
امانزوى نه پوهيږم ولي، چې دا څه پرې وشول؟
له دې بې غوره مسلمانه سره ډير ستړى يم

امانزوى

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې نه مړېږي لا زياتيږي د دوی حرص او جلال
ددې دنيا د خاوندانو سره ډېر ستړې يم

نارې سوري د مظلومانو اورېدلاې نه شي
داسې کڼو زمامدارانو سره ډېر ستړې يم

د چا ښادۍ کې په پراخ تندي خندلای نه شي
دې بې مروته حاسدانو سره ډېر ستړې يم

چې بدرګه دې تر منزل پورې کولاې نه شې
دنيمې لارې اشنايانو سره ډېر ستړې يم

د چا عزت چې په درانه سترګه ليدلای نه شي
د پردې شا شمشېرزنانو سره ډېر ستړې يم

ن قسيمي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دملک مشران په وینو نه مریژي
زه له دي وران افغا نستانه سره ستری یمه

عادل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د یوسف صبر درنه غواړمه، اې پاکه ربه!
د ذلیخا له دې زندانه سره ډېر ستړی یم

احمد فواد لامع

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوله يې زمونږ ده اوخبرې پرې دبل چاکوي
ددې وطن له سیاستدانه سره ډیر ستړی یم


په زړهَ کښې زهرګرځوي راته په خله کړي قربان
دمنافق غوندې جانانه سره ډیرستړی یم

څومره يې چې درد قرارومه دومره نور دردیږي
دزخمی زړه له دې درمانه سره ډیر ستړی یم

اوس هم احساس لاورته نه کیږي تباه يې کړو مونږ
ددې راغلیو له احسانه سره ډیر ستړی یم

څومره به نور دلته دخاورو زندانونه وي پټ
زهَ د(لیلې )له دې زندانه سره ډیر ستړی یم

خدایه یو تاته به سرټیټ کړم چه بنده دې یمه
دبندګي له دې جهانه سره ډیر ستړی یم

جميل اخوند زاده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 چې ترې هر کاڼې راوريږي زما په سر لګېږي
چېرته ترې وتښتم له اسمانه سره ډير ستړی يم

ګناه او بې ګناه نه ګورې خو تش سرغوڅوي
د دين پتنګ له طالب جانه سره ډير ستړی يم

ج ناصر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ