تېر مازديګر په لورالايي سيمه کې د عوامي نشنل ګوند غړو د سولې مجلې د خپراوي په وياړ د سولې يوه غونډه وکړه

چې پکې د يادې شوې ډلې په غړو سربېره ګڼ شمېر ليکوالانو ، شاعرانو او د قلم مينه والو برخه دلوده .

غونډه تېر مازديګر په څلور بجې د قران کريم په سپېڅليو ايتونو پيل شوه . مشري يې په لورالايي کې د عوامي نشنل ګوند د لورالايي د سيمې صدر عبلداخالق جلالزي په غاړه درلوده .

ښاغلى قيوم ايډوکېټ او د عوامي نشنل ګوند وتلى غړى بسم الله لوڼى يې د مېلمونو په څوکيو ناست وو . ا

د غونډې برخه والو ته په ګڼ شمېر د نظر خاوندانو سربېره د سولې مجلې د امتياز څښتن ښاغلي محب الله ښېراز ، ښاغلي قيوم ايډوکېټ ، او عبدالرحمان ځيرک خپلې ويناوې واورولې .

په غونډه کې برخه اخيستونکيو کسانو ټولو سوله مجله چاپېدل په ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د ټينګښت پيلامه وبلله .

تر دې وړاندې په سيف الله کلا سيمه کې هم د سولې مجلې د چاپېدو په وياړ د سولې يوه ستره مشاعره شوې وه چې سلګونو کسانو پکې برخه درلوده .