د ننګ ناموس چې چا لوټمار کړى دى
مونږ په هغو خلکو اعتبار کړى دى
خدايه دا ستا په دومره لوى جهان کې !!!
تا پنجاپى پر مونږ بادار کړى دى ؟؟؟
قام کې خو ټوله برابر غوندې وي
مونږ کې نواب بل دي سردار کړى دى
رقيبه ووايه د خداى په نامه
تا نو بيا کوم د سړي کار کړى دى
بس د هغې پېغلې و قد ته ورته
سعيد چې قدر د چنار کړى دى
د فطرت خلک پکې نه شي مونداى
سعيد نفرت ځکه له ښار کړى دى
31.07.2009
- سيد شاه سقيم
محترم او د قدر وړ د لېمه بلاګ چلونكيهله خداى نه مو تل بريالى او ښاد غواړمستاسو يو شعر دى چې وايي ( زه تر رقيبه له جانانه سره ډير ستړى يم) زما ډير خوښ شو او په زړه مي داسې پاتې شو لكه د يوو خوږ ملګري ياد، نو سم له لاسه په كمپوټر كې د ورډ پروګرام را خلاص كړ او ستاسې د شعر په ليكه مې يو شعر وليكه چې دادى تاسې ته يې در استوم او هيله كوم كه د نقض ځاى په كې وي چې حتما راته وواياست، ډير به خوښ شم او بله داچې كه د نشر وړ وي په خپل بلاګ كې يې نشر ته وسپارى.زه شعر او ليكوالي نشم كولاى...
02.08.2009
- سيد شاه سقيم
تېر مازديګر په لورالايي سيمه کې د عوامي نشنل ګوند غړو د سولې مجلې د خپراوي په وياړ د سولې يوه غونډه وکړه
چې پکې د يادې شوې ډلې په غړو سربېره ګڼ شمېر ليکوالانو ، شاعرانو او د قلم مينه والو برخه دلوده .
غونډه تېر مازديګر په څلور بجې د قران کريم په سپېڅليو ايتونو پيل شوه . مشري يې په لورالايي کې د عوامي نشنل ګوند د لورالايي د سيمې صدر عبلداخالق جلالزي په غاړه درلوده .
ښاغلى قيوم ايډوکېټ او د عوامي نشنل ګوند وتلى غړى بسم الله لوڼى يې د مېلمونو په څوکيو ناست وو . ا...