محترم او د قدر وړ د لېمه بلاګ چلونكيه
له خداى نه مو تل بريالى او ښاد غواړم
ستاسو يو شعر دى چې وايي ( زه تر رقيبه له جانانه سره ډير ستړى يم) زما ډير خوښ شو او په زړه مي داسې پاتې شو لكه د يوو خوږ ملګري ياد، نو سم له لاسه په كمپوټر كې د ورډ پروګرام را خلاص كړ او ستاسې د شعر په ليكه مې يو شعر وليكه چې دادى تاسې ته يې در استوم او هيله كوم كه د نقض ځاى په كې وي چې حتما راته وواياست، ډير به خوښ شم او بله داچې كه د نشر وړ وي په خپل بلاګ كې يې نشر ته وسپارى.
زه شعر او ليكوالي نشم كولاى خو له شعر سره مې خورا شوق او زوق دى.
په پښتنه مينه،

امانزوى له لوګر نه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لېمه .

زړه ته راتېر امان زوى صاحب .

سلامونه او مينه .

دا چې په لېمه کې خپور شوى د سقيم شعر مو خوښ شوى دى لامل يې ستاسو ښايسته ذوق دى .

او دا چې تاسو لېمې ته په لېمو کې ځاى ورکوئ . الله مو لېمه راته د لحد له سپېرو خاورو په امن وساته .

پاتې شوه ستاسو د په زړه پورې رالېږل شوي غزل خبره هغه مو درته د لاسم لاسي مشاعرو په لړۍ کې د هم هاغه غزل

(( زه تر رقيبه له جانانه سره ډېر ستړى يم )) لاندې خپور کړى دى .

لېمه ستاسو د نورو نېکو پېروزينو او همکاريو لارې څاري  .

په درنښت .