سيد

Profile Photo

ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه

خــــــــبـــر تـــــيــــاوې


پښتو ادبي غورځنګ په کوټه کې د نړېوال سمينار کوربه وو

د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې د پښتو ادبي غورځنګ لخوا د دوه پټکي او دوه ټيکري په نامه دوې ورځنۍ لمانځغونډه او د خاټول ګل په نامه دوديزه مشاعره وشوه .    دغه دوه ورځنۍ غونډه د پښتو ژبي د وتلي ليکوال او شاعر پيرمحمد کاروان ، رحمت شاه سايل ، پروين ملالې او زيتون بانو په ا

12.05.2010 سيد شاه سقيم

درهین په غندنه خپل کلتور وژغوری

 پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه (‌ذ. حسن

24.12.2009 سيد شاه سقيم

كوچنى اختر مو نېكمرغه

20.09.2009 سيد شاه سقيم

دنيكمرغه كوچني اختر د مباركۍ پيغام .

السلام عليكم ورحمة الله وبركاتهپه كور دننه او بهر د درديدلي او زخمي افغانستان ټولو مسلمانانو وروڼو !  خويندو! او د لېمې چلوونكې ډلې ! دزړه له كومي درته دنيكمرغه كوچني اختر مباركى وايم . هيله لرم چې دغه اختر به مو دهيواد دكونډو ،بورو او يتيمانو اوښكې پاكې كړي په افغانستان كې د رښتينې سولې د ټينګښت په هيله

19.09.2009 سيد شاه سقيم

د هېواد د ازادۍ نوييمه كاليزه مو مبارك شه ــ لېمه

د لېمې اداره خپلو ټولو درنو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواكۍ د نوييمې كاليزې د رارسېدو په وياړ مباركي وايي .

19.08.2009 سيد شاه سقيم

په لورالايي کې ANP د سولې غونډه وکړه .

تېر مازديګر په لورالايي سيمه کې د عوامي نشنل ګوند غړو د سولې مجلې د خپراوي په وياړ د سولې يوه غونډه وکړه چې پکې د يادې شوې ډلې په غړو سربېره ګڼ شمېر ليکوالانو ، شاعرانو او د قلم مينه والو برخه دلوده . غونډه تېر مازديګر په څلور بجې د قران کريم په سپېڅليو ايتونو پيل شوه . مشري يې په لورالايي کې د عوامي نشنل ګوند د لورالايي د سيمې صدر عبلداخالق جلالزي په غاړه درلوده . ښاغلى قيوم ايډوکېټ او د عوامي نشنل ګوند وتلى غړى بسم الله لوڼى يې د مېلمونو په څوکيو ناست وو . ا

02.08.2009 سيد شاه سقيم

په سويلي پښتونخوا کې د سولې ستره مشاعره ترسره شوه .

وړمه شپه د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د سولې مجلې د چلوونکې ډلې په کوربتوب د سولې یوه ستره مشاعره ترسره شوه چې پکې د کويټې ، ژوب ، سینځاوۍ ، لورالايي ، پښین ، هندوباغ ، اسلام اباد ، پېښور او تر  پولې ها غاړه د یو شمېر ولایتونو شاعرانو ، لیکوالانو او د قلم مينه والو  برخه درلوده چې په ټولیزه توګه یې شمېره سلګونو کسانو رسېده .   مشاعره له ځايي وخت سره سم د ماسپښین په څلور بجې  د محمد علي عمري له خوا د سپېڅ

20.07.2009 سيد شاه سقيم

په ناروې کې ادبي ناستې ژوندۍ مشاعره وکړه

دتېر په څېر دناروې په پلازمېنه اوسلو کې د ادبي ناستې غړو نن يو ځل بيا خپله نوبتي مشاعره دد يوې لويې غونډې په ترڅ کې ترسره کړه٠ غونډه د دود سره سم د لوی څښتن په پاکه نامه پيل شوه ٠ دمشاعرې په پيل کې د نوموړې غونډې افتخاري مخور مشر ښاغلي جنرال غلام رباني سالم خپله پرانيستونکې وينا وکړه

13.07.2009 سيد شاه سقيم

دسولې مجلې چلوونکې ډله د سولې ستره مشاعره کوي

د سولې مجلې ادارې تابيا کړې ده چې د روانې مياشتې په اتلسمه  نېټه  د شنبې په ورځ په سيف الله کلا کې د سولې د يوې  سترې غونډې  کوربتوب وکړي . ټاکل شوې ده چې  د غونډې لومړۍ برخه به څېړنيزو ويناوو او پيغامونو ، دويمه برخه يې مشاعرې او درېيمه يې موسيقې ته ځانګړې شي . له تاسو او ستاسو له ټولو ليکوالو ، شاعرانو ، او مينه والو ملګرو څخه په ټېنګه غوښتنه کوو چې له مونږ سره په دغې غونډه کې برخه واخلۍ . او په ټولو پښتني سيمو سربېره په ټولو هېواد کې د سولې د ټ

13.07.2009 سيد شاه سقيم

د سولې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

په  ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د لمنې د غوړېدو په موخه  له سويلي پښتونخوا څخه خپرېدونکي خپلواکه ، ناپېيلې ، فرهنګي ، ادبي او سياسي دوې مياشتنې مجله سوله د افغان خبريال محب الله ښېراز په مسؤل مديريت  وړمه ورځ له چاپه راووته او دا مهال په مارکېټ ننوتې ده .   سولې په خپله لمن کې په ګڼ شمېر ټولينيزو، فرهنګي او

29.06.2009 سيد شاه سقيم

دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيراعلاميه

په ډيره حيراني سره مو په بينوا ویبپاڼه کې د ميرويس جلالزي له خوا دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت د جوړې شوې رڼا مشاعرې  په اړه په لیکل شوي خبر کې ولوستل چې ګویا دا بهیر د فرانسې ددولت په مالي مرسته منځ ته راغلی. میرمن بهیر تیر کال د غبرګولي په میاشت کې د یو شمیر با احساسه افغان میرمنو په نوښت او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو جوړ شو . میرمن بهیر د ځینو پروګرامونو لګښتونه د غړو له ونډو او یو شمیر افغان فرهنګپالو له مالي مرستو څخه برابروي ، له وخت څخه په ګټه اخیستنې له هغو وط

23.06.2009 سيد شاه سقيم

د ډاكټر كبير ستوري وېب پاڼه بيا پر ليكه شوه .

له څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د خوست وېب پاڼې د چلوونكي ښاغلي رحيم خان خوستي په زيار د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري ټولنيزه ،  ادبي ، هنري ، او معلوماتي وېب پاڼه پر ليكه شوه . تر دې وړاندې ياده شوې وېب پاڼه د ښاغلي خوستي په زيار په دوه زره اووم زېږديز كال چمتو شوې وه

14.04.2009 سيد شاه سقيم

د نوي کال تحفه جانان ته وړمه

ټولو درنو هېواد والو ته نوی کال نېکمرغه وي 

22.03.2009 سيد شاه سقيم

له حبيبزي او ښېراز سره د خواخوږۍ پېغام

په ډېره خواشینۍ مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره او په شمال کي د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي مورد تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي. حريت فرهنګي ټولنه اوسهارلنسززکلب ښاغلي محيب الله ښېراز اوښاغلي حنان حبيبزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږۍ مراتب وړاندې کوي اوځان ددوى په غم کې ځان شریک بولي. دلوی څښتن له درباره حنان حبيبزي او,محيب الله ښېرازدرنې کور

11.02.2009 سيد شاه سقيم

د خواخوږۍ پېغام

په  ډېره واخشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره د تل د پاره له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي . د لېمې اداره له ښاغلي ښېراز سره په دغه درد كې ځان شريك ګڼي  . په الهي دربار كې  خداى بخښلي ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر لپه غوړوي .

10.02.2009 سيد شاه سقيم

اصلاح انلاين د انټرنټ کاروونکو افغان ځوانانو لپاره د سيرت انلاين مسابقه اعلانوي.‌

 د دې مسابقې نوم دی: "راځئ خپل پېغمبر وپېژنو". د دې مسابقې موخه د بشريت د تر ټولو ستر لارښود له ژوند سره د هغو ځوانانو اشنا کول دي چې زيات وخت له انټرنټ سره تېروي. په داسې حال کې چې د اسلام د دښمنانو لخوا پر اسلامي مقدساتو، او په سر کې يې د خدای د وروستي استازي، په اړه سپکاويو لړۍ پيل شوې ده، او د هېواد په داخل کې هم، هغه رسنۍ چې هڅه کوی ځوانان له خپلو ديني ارزښتونو څخه پردي کړي ښه په درز کې ک

10.02.2009 سيد شاه سقيم

په ناروې کې د لومړي ځل دپاره په پښتو ژبه راډيويي خپرونې پيل شوې

        پرون سهارپوره لس بجې د ناروې هېواد په پلازمېنې اوسلو کې يو شمېر مېشتو ، فرهنګيانو او فرهنګپالو په (107,7 FM)څپ

27.01.2009 سيد شاه سقيم

په ناروې کې د ادبي ناستې غړو ژوندۍ مشاعره وکړه

په ناروې کې د ادبي ناستې د غړو د تېرې مياشتې د پرېکړې له مخې پرون يوه شانداره او ځانګړې مشاعره تر سره شوه٠ د ادبي ناستې دا وروستۍ غونډه او مشاعره له ښه شامته ځکه شانداره او له ولولو ډکه وه چې نېغ په نيغه د اريانا افغانستان له نړۍ وال تلوېزيون د (څېرې اوخاطرې) او همدارنګه د اشنا راډيو(امريکان غږ) د (اشنايانو ادبي دېره) له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېدله٠

13.01.2009 سيد شاه سقيم

پ ناروې كې سندريزه مشاعره ترسره شوه .

د پخوانۍ پرېکړې له مخې د ناروې هېواد په پلازمېنه وسلو کې د ادبي ناستې د غړيو له خوا پرون يوه لويه سندريزه مشاعره د ښاغلي انجنير شکران الدين يوسفزي په حجره کې تر سره شوه٠دغه مشاعره او سندريز ماښام چې د لوی اختر په وياړ جوړ شوی و له ښه شامته د اشنا راډيو(امريکاغږ)د لوراندو کارکوونکيو په مټ مخامخ او په ژوندۍ بڼه خپره شوه او پدې ډول داځل نوموړې مشاعره او د سندريز ماښام غږ او زوږ نه يوازې د غونډې ګډونوالوو واورېد بلکې د ګران هېواد افغانستان د کليو او بانډو برسې

09.12.2008 سيد شاه سقيم

اختر مو بختور شه .!!!!!!

        اختر ته ځكه خوشحالېږم         چې مرور اشنا مي كلي ته راځينه  

07.12.2008 سيد شاه سقيم

په لاريون كې ګډون وګړئ .

افغان وژنه بس کړیء ! هسکه مينه! شينډنډ! هودخېل! څاروان کلا! نادعلي! زرمت! شاه وليکوټ! نور چېرته؟ نور کله ؟ او نور مو څومره وژنیء!؟ خالقه بيـــــــــا مې پر وطن باندې اوريږي ګولۍ                     بيــــامې د هيلو په غوټيــــــــو کې لګيږي ګولۍ مځکه آسمان کلی بانډه وچ اولانده

27.11.2008 سيد شاه سقيم

ناروې مېشتو افغان ليكوالو غونډه وكړه

د تېرپه څېر پرون د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د ادبي ناستې غړو خپله مياشتنۍ غونډه وکړه. دا ځل ځوان او خوږ ژبي شاعر داکتر مصطفی امن د نوموړې غونډې کوربه و٠ پورتنۍ غونډه په ځايي وخت د ماښام پر پېنځو (٥)بجو د ښاغلي نعيم وياړ له خوا د کلام الله په مبارکو اياتونو پيل شوه ، تر تلاوته وروسته د لغمان ولايت د بېوزله ځوانيمرګو شهېدانو کورنيو ته دزغم او صبر دعا وشوه ورپسې د غونډې وياند ښاغلي مصطفی امن د غونډې پر موخو لنډه رڼا واچوله او تر وينا وروسته يې د مشاعرې ل

03.11.2008 سيد شاه سقيم

د تخار د بنديانو برېښناپاڼه جوړه شوه

           

07.09.2008 سيد شاه سقيم

د طوبې ندا ساپۍ د ناول مخکتنه كېږي

مېرمن کلتوری- ټولنيز بهير او په کابل کې د ميډيوټيک کلتوري مرکز په پام کې لري د ځوانې او تکړه شاعرې او ليکوالې طوبې ندا ساپۍ د نوي چاپ شوي ناول (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) د مخکتنې غونډه جوړه کړي. له افغان مېرمنو او د ادب له ټولو مينه والوڅخه هيله کېږي چې په خپل ګډون غونډه لا درنه او رنګينه کړي. پروګرام: • د کتاب په اړه ويناوې• مشاعر

31.08.2008 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more