د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې د پښتو ادبي غورځنګ لخوا د دوه پټکي او دوه ټيکري په نامه دوې ورځنۍ لمانځغونډه او د خاټول ګل په نامه دوديزه مشاعره وشوه .
دغه دوه ورځنۍ غونډه د پښتو ژبي د وتلي ليکوال او شاعر پيرمحمد کاروان ، رحمت شاه سايل ، پروين ملالې او زيتون بانو په ادبي هلو ځلو د ستاينې او لمانځنې په موخه په کوټه کې جوړه شوې وه .
د پښتو ادبي غورځنګ مشر محمد صادق ژړک له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې :
د لمانځغوندې تابيا يې ځکه وکړه تر څو له پښتنو څخه دغه نوم چې پښتانه يوازې مړي لمانځې له مېنځه ولاړ شي .
دده په خبره په غونډه کې يې د پاکستان له ټولو پښتني سيمو څخه په راغليو ليکوالانو ، شاعرانو او مينه سربېره د افغانستان له کندهار ، زابل ، غزني ، او ننګرهار څخه هم راغليو لسګونو شاعرانو او ليکوالانو برخه اخيستې وه .
د افغانستان له ننګرهار څخه راغلي ليکوال او شاعر لال پاچا ازمون هم له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دغه غونډه يوه يوه په زړه پورې هڅه وبلله او زياته يې کړه چې دداسې غونډو په جوړولو سره د پښتني سيمو د ليکوالانو او شاعرانو تر منېځ يو ډول اړيکې ټينګېږي چې دغو حالاتو کې ورته زياته اړتيا ليدل کېږي .
تر غوندې وروسته د خاټول ګل په نامه دوديزه مشاعره هم وشوه چې شا و خوا شپږ سوه تنو شاعرانو ، ليکوالانو او مينه برخه اخيستې وه .
د غونډې وروستۍ برخه موسيقي ته ځانګړې شوې وه . چې څو تنو پښتو سندرغاړو پکې خپل مينه وال په سندرو ولمانځل