یوولس کلنه وم چې پلار مي یو نشيي سړي ته چې شا و خوا څلوېښت پېنځه څلوېښت کاله يې د ژوند مېلمستيا خوړلې وه د سلګونو زرو افغانيو په بدل کې په نکاح کړم
خاوند مي درې نور مشران وروڼه هم درلودل چې ټول له پلار او مور سره په يوه کور کې اوسېدل . تر کوژدنې وروسته لا يو بل کال هم د پلار په کور کې وم . خو د لسم پسرلي نسيم مي د ژوند پر باغ لا هم غېږ ويړه کړې نه وه چې پلار مي له خپلې باغچې وايستم
د واده مي يوه اونۍ وتلې وه چې خاوند مي راته وويل :
نور به نو د کور خرڅ په خپله پوره کوې ، زه دومره شته نه لرم چې هم ځان وساتم او هم تاسو .
له کوره د باندې وتلو او له پرديو خلکوڅخه پيسو غوښتلو سخته ووېرولم .
_ عجيبه خبره ده !
_ لاسونه مي لا د واده په نکريزو سره دي . څنګه د باندې ولاړه شم ؟ او څنګه درته پيسي وګټم ؟ خاوند ته مي وويل
_ ګوره مسخرې مه راسره کوه .
سترګې يې لکه د وينو کاسې را واړولې . له سترګو نه يې کرکه څڅېده .
_ اوس به دي دسر وېښتان در وشکوم کم عقلې ماسره ژبه وهې ؟.
_ زه به دي له دې کور نه وشړم . خرڅه به دي کړم .
_ خو که دي چا ته دغه راز ويلى وو نو بې مرګه دي نه پرېږدم. په منډه ووزه نورې خبرې مه کوه .
پرلپسې سلګيو پسې واخيستم . په لومړي ځل وپوهېدم چې خاوند مي نشه يي دى .
ورته مي وويل :
سمه ده پسې وزم خو نن مي بدن ډېر درد کوي . سر مي هم راباندې څرخي . سبا وختي وزم . ګوندي څوک څه راکړي .
ځواب يې رانه کړ .
ولاړ شو او د کور د هغو سامانونو چې پلار مي راکړي وو يوه اندازه له ځان سره د باندې وايستل .
خونه را ته سپېره ښکاره شوه خو د خاوند خبرو مي دومره زړه شين کړى وو چې د کور د سامانونو خرڅول يې راته په مقابل کې هيڅ نه ښکارېدل .
شپه مي يوازې تېره کړه . سهار لمر څو نېزې را پورته شوى وو چې خاوند مي کورته راغى. د لاس په ورغوي کې يې څه نيولي وو . چې تر دې وړاندې مي نه وو ليدلي . خو هغه وخت مي وپېژندل کله يې چې راته وويل :
راشه چرس وڅکوو .
_ بس ستا دي د مور شيدي شي خپله يې څکوه . خاوند ته مي وويل .
نن يې طبيعت برابر ښکارېده . سترګې يې هم ډېرې نه وې سرې .
_ ښه نو سمه ده مه یې څکوه
نن يې راته وونه ويل چې د باندې لاړه شه او پيسې راوړه .
اوس مي خاوند په شپو شپو کور ته نه راځي . که څه هم په توره او تياره کوټه کې يوازې وېرېږم هم خو له شرمه غږ نه کووم . خواښي مي چې سهار را پورته کوي هم د زوى پوښتنه نه کوي چې ولې نشته .
څو ورځې تېرې شوې دي . د خاوند مي بيا هماغه پخوانۍ خبرې ته فام شو . خو دا ځل يې په خپل لاس د باندې وشړلم او تر غوږ يې راتېره کړه چې بې پيسو را نه شي .
يو خوا د سوال چل نه راته او له بلې خاوند نه پرېښودم . مور ته مي هم نشواى ويلاى .
په ماتو ماتو قدمونو د ښار پر لوري روانه شوم . د خرقې شريفې لمن مي غوره وبلله . او اورېدلي مي هم وو چې د خرقې شريفي مخ ته ډېرى ملنګانې ناستې وي .
له سهاره ناسته وم ، يو او بل لاوري ته مي لاس نيو . تر مازديګره مي پلو ته څو افغانۍ راغلې .
څو ورځې همداسې تلم او راتلم ، اوس مي په خاوند هم ګرانه وم خو د خلکو سپکې سپورې او ناوړه چلند د زغملو نه وو . اخير مي مور ته د کيسې کولو پرېکړه وکړه .
په چيغو چيغو يې وژړل . د مور په چيغو مي خواښي او خسر هم کوټې ته راغلل خو تر پايه يې د خپل زوى ګرمه ونه منله .
څو ورځې مي خاوند راته څه نه ويل خو درېيم ځل يې بيا سوال ته په لېږلو مجبوره کړم .
بله لار راته پاتې نه وه . پر خپل ځان مي تیل واچول او په خپل لاس مي خپلې لمن ته اورلګيت وواهه .
چې سترګې مي رڼې کړې په روغتون کي څو تنې نرسانې او ډاکټر مي سرته ولاړ وو .
د خپل نشيي خاوند له حاله اوس خبره نه يم خو د ستم کرښې يې لا هم زما پر مخ تازه پاتې دي .
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري