سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
لــــنــــډې كـــيــــــسـې
د ټوپکونو اوستاکاره ! ـــ ولوله تنها
تر يوې اونۍ ځنډ وروسته د سهار اته بجې پوره کېدې چې د ټولګي په دروازه ورننوتم . له ټولګیوالو او ښوونکيو سره مي سلام عليک او روغبړ وکړ. په تېره اونۍ کې چې د څه ناروغۍ له امله ښوونځي ته تللې نه وم ټولې ټولګيوالې مي تر سترګو سترګو کېدې . د تفريح د زنګ له غږ سره له څو تنو م
زما دي څه نصيب کړ خدايه ! ـــــ ولوله تنها
یوولس کلنه وم چې پلار مي یو نشيي سړي ته چې شا و خوا څلوېښت پېنځه څلوېښت کاله يې د ژوند مېلمستيا خوړلې وه د سلګونو زرو افغانيو په بدل کې په نکاح کړم خاوند مي درې نور مشران وروڼه هم درلودل چې ټول له پلار او مور سره په يوه کور کې اوسېدل . تر کوژدنې وروسته لا يو بل کال هم د پلار په کور کې وم . خو د لسم پسرلي نسيم مي د ژوند پر باغ لا هم غېږ ويړه کړې
د کلب لومړۍ شپه ـــــــــ لیاقت خان مومند . شتینشر ښار، ناروې
د خپل کور نه په دې هیله روان شوو چې د نڅا په کلب کې له کومې نجلۍ سره معرفي شو او سات به مو هم تېر شي. دیکشنبې شپه وه، دا هغه شپه ده چې زموږ د ښارګوټي له شا وخوا څخه پېغلې او زلمیان دې کلب ته راځي. کلب زموږ له کور څخه ډېر لېرې نه دى نیږدې پينځه دقیقې لاره ورته ده. ګړندي، ګړندي د کلب لور ته روان وو خو لا رسېدلي نه وو چې د کلب تر مخ مو یو څو نور مهاجرین
یوه ریشته ــــــ عبدالرحمان غضري
د تل په څېر مي نن هم دراستورانټ په باغیچه کې له یو سره بیا تربله سره ناست خلک یو یو ترنظر تیرکړل دباغیچې څراغونه ټول روښانه وو. د اوبوله تلاب څخه رنګینې فوارې هم هغسې راپورته کېدلې خو ماته دخپل ښکاروړڅوک په نظر را نه غی.انتظارمي غوره وګاڼه دیو ګوښه مېزخواته لاړم هغلته کېناستم سترګې مي په راروانوخلکوکې وې دخپل ښکار په لټه وم په هغې مې سترګې ولګېدې . ورته ځیر شوم ښه ورته ځیرشوم. دهغې دلاس
شين خالۍ ( دوهمه برخه ) سميع الدين افغاني
شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خـــالۍ دموراوپـــــلاريواځيـــنۍ لـــــور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠هغې دکليوالي سينګارسره خاصه علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په ناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠
شين خالۍ ( لومړۍ برخه ) سميع الدين افغاني
شين خالۍ چې همزولو او دکلي اوسیدونکو ورته د نازه شنو خــطاب کوو ، مور او پلار يې هغه په وړکتوب کې دتره زوى زيړګل ته په نامـــــه کړې وه. زيړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې په حق رســيدلې وو نو د زېړګل تـــره دهغه تعلم ، تـــربيه همدارنګه اعـــاشه اوروزنه کوله او هغه ته يې د اولاد په سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل د مور او پلارنشتوا لی کم احساساوو
مينه د انټرنيټ په څپو كې ـــــــ اغلې زرلښته حفيظ
سحر هغه ښايسته افغانه انجلې ده چې قواره يي هندي اداکاره کرشمه کپور ته پاتې کيږي ډيره با نزاکته انجلۍ ده چې تل يې يوه خوږه مسکا په شونډو کې ليدل کيږي سحر سره له دی چې ښه تعليم يي کړی دی خو بيا هم ډيره خوش باوره ده او خپله هم د خپلې ساده ګۍ نه داسې پرده پورته کوي پوره د شپاړسو کالو ومه چې د نيټ له لاری د يو ښايسته ځوان سره اشنا شومه نه پوهيږمه چې زما ايميل ادرس يي څنګه پيدا کړی و تل به يې راته ويل لتا سره مينه لرم تا سره واده کوم بس تا غواړم او تا....پوره څلور ک
دهيلو انګار ( لنډه كيسه ) اغــــــــلې روهيلـــــــۍ
زرپاڼه په بېړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ وو .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل: خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارام
زوړ ګېلن ( لنډه كيسه )
ان له سهاره د قوې ( کتار ) دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې . شيبه پس کلى له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را واته او د ټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . د چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې .
تـــــــــنــــــــــده
د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده . څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم يې وړې بکسې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت
بهانه
خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تیاتر ته به ځو. باید د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسیدلی وای او دوی مې راسره بیولي وای. په یوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نیمې بجې وې، ټکټونه هم له ما سره ول. په تلوار کورته ولاړم نه بجې شوې وې، پوهیدم چې کار مې خراب دی، ښځه او لور به مې وخوري. چې په دروازه ور ننوتم د دې لپاره چې د دوی پام بلې خواته واړوم، و مې ویل: تنخوا مې زیاته شوې، ها ها.لور مې په تروش
ناكامه مينه
لعل محمدته خدای (ج) پرله پسې څلور زامن ورکړي وو،که څه هم کور ودنه یې دډیرو اولادو د پیدايښت طرفداره نه وه، د دوو نارینه اولادو له پیدایښت نه وروسته يې غوښتل، چې که دا ځل یې خدای (ج) دیوې لور مور کړي،مګرپه همدې هیله یې له څلورو زامنو نه ورورسته په ډیرو دعاګانواوتلوسوڅانګه موندلې وه، څانګه په موراو پلار له حده زیاته ګرانه وه. څانګې به په ماشومتوب
رنـــــــــجــــلـــونــې ( لنډه كيسه )
مورې ماته سترګې راتورې کړه رنجلونې او سلايي مې راوړي دي. په داسې حال کې چې بهېدلې او ښکې يې په لستوڼې پاکولې دپزې پورته کشولو سره يې په زوره اسوېلى له سلګۍ سره غبرګ وکيښ. او په ماشومانه څهره يې داوښکو لړۍ نور هم زور واخيست او غټه غټه ساه يې اخيسته لکه دژوند مزلونو چې په سلګو سر کړې وي. هو دې ژوند هم له سره شروع کړى وو. خو دسلګو ژوند ورسره په ازل کې ملتيا درلوده.لښتي غټې تورې سترګې جګه نرۍ پزه درلوده . ګردۍ خو له غمو ډکه
وروستى لوست
دا يو لنډه كيسه ده چې يو ويښ مست او حساس هلك ليكلى ده .او له اروپايي ژوبو څخه ترجمه شوې ده .دا كيسه دا ښكاره كوي چې ويښ ملتونه د خپلې ملي ژبي سره څنګه مينه لري .دا كيسه ډېر كلونه وړاندې د كندهار په طلوع افغان ورځپاڼه كې هم خپره شوې ده . وروســــتــــى لــــــوســـــــت
هـــمــا
وایي چې لیوني په کلي پورې خندل اوکلي په لیوني پورې. نوید دکلي اوسیمې خلکو ته په یو عجب اوغریب نظر کتل دهغوکړه وړه ناسته ولاړه جامې اوعادتونه یو نوى جهل ورته ښکاریده ؟ دکلیوالو لپاره نوید ښه دټوکوټکالو موضوع وه. دهغه نیمه ماته پښتو نیم لنډ نیم اوږده وېښتان په مخ باندې دکریمو او پوډرو رنګینه جلوه او په غاړه کې نری دسرو لاکیټ هغه دچاخبره
بې وزله - لنډه كيسه
رنګ يې ورو ورو ژېړېده خو مور ورباندې د شفقت غږ نه شو كولى ځكه پلار يې ورته ويلي وو : شريفې لورې لكه دا خېټه دې ورځ په ورځ لوېږي هسې نه چې پټ دې .................ياره د شريفې مورې لور دي معلومه كړه وېرېږم چې شمله مې په ځمكه ونه لويږي له دې خبرې سره ولاړ شو جماعت ته لاړ . ماښام چې راستون شو
د ډېرو كلونو خبره
يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:
د يـــــــــــــــــــارانـــــــــــــــــې چرګوړى
ډېر کلونه کېدل چې مرزا اکا مې نه وو ليدلی، خو کله مې چې وليد خدای (ج) شته په ځای مې رانه ووړ. زموږ وروستۍ ليدنه هغه مهال شوې وه کله چې زما خداي (ج) بښلي پلار د مرزا اکا سره په يوه دولتي اداره کې دنده لرله . هغه مهال زه د اتو نهو کلونو وم . هرڅه، هرڅه آباد وو. د غوايي له توغل څخه وروسته، يوه ورځ مرزا اکا زموږ کور ته د خدای پامانۍ لپاره راغی .
کـــــونــــډتـــون
د جاوید په مور ډیرو خپلو خپلوانو وس وکړ، مګر د هغې په خوله کې یواځې د نه ټکی وو. مور يي ورته کوچني وړې وړې دوه لوڼې او تر ټولو کوچنی جاويد ورياد کړل چې سرپرست ومومي، خو هغې به ویل چې د جاوید پلار سره زما دا څو کاله دومره خوږ ژوند تير شوی، دومره مينه مو يو بل ته ورکړې چې زه به يې په ژوند کې هيره نه کړای شم . او کومه مينه چې ما د جاويد له پلار سره لرله، هغه به هيڅکله د بل چا سره پيدا نه کړای شم. وروڼو يې پرې هم خپله وسه وک
بخمل
ښي او كېڼ بوټ مې تازه سره پېژندلي وو، چې نيكه ته چا د كركانو (مړزانو) د نيولو لپاره يو ښايسته سپى راوست، سپى بخمل نومېده، كله چې مې په لومړي ځل د بخمل پر سور وزمه څټ لاس راوكيښ، هغه خپله لكۍ وښوروله او په مينه يې راوكتل. د سپي د څټ پېچلې وړۍ داسې پستې وې، لكه زما د كولنګي چرګ د غاړې مړې بڼكې.