هوسۍ نن ډېره ستړې ښكارېده، سم كار يې نه شوى كولاى، له ماسپښينه ترمازيګره ايله نيم پنډ اغزي يې راټول كړي وو، زړه نازړه يې په لور باندې اغزي له بېخه را ايستل. يو بوټى به يې، چې راوويسته لس، پنځه لس دقيقې به يې دمه جوړوله.
لمر په غرغړو و، چې دې خپل پنډ وتاړه او هغه يې سپك راپورته كړ، يو دوه ګامه يې لا نه وو اخيستي، چې پنډ يې درز په ځمكه وغورځاوه او له ځانه سره يې وويل: ((نه، نه! دا خو ډېر كم دي، ورينداره به مې بيا راباندې غوسه كوي.))
له دې خبرو سره يې پنډ بېرته خلا ص كړ او په بېړه بېړه د اغزو په راويستلو لګيا شوه. د اغزو د يوه غټ بوټي په راويستلو يې په لاسونو كې اغزي ننوتل او دواړه لاسونه يې په وينو سره شول. خپل لاسونه يې په خپلې لمنې پاك كړل، خو دم شېبه كې د لاسونو له ډېر سوخته په ژړا شوه. ښه شيبه يې غلي غلي وژړل او وار له واره يې خپل په وينو ككړو لاسونو ته كتل. په همدې كې يې د څادر د پېڅكې غوټې ته نظر شو، هغه يې په موټي كې كلكه ونيوه او تر څه سوچ وروسته يې وويل: (( نه، نه! دا مې هسې وپيرل، خير دى هرڅه چې كېږي، كېږي به، قسمت به مو همداسې وي. نه، نه! د خپلې مور پخاطر هم دا كار نه كوم. نه، نه... دا ښه كار نه دى، مور به مې چاته پرېږدم.))
غوښتل يې غوټه پرانيزي خو ژر پښيمانه شوه: (( نه، نه! زه چې ګورم يوه ورځ نه يو ورځ به مې په درد وخوري، نه، نه! نه يې خطا كوم))
ژورو سوچونو پسې واخيسته، هغه شېبې يې وريادې شوې، چې ورور يې د وريندارې او د ديګ د ناوخته كېدو په سر څو ځلې پزه او خوله ورته وينې وينې كړه. كله چې به ډېر په غوسه و او د دې په وهلو يې خوا سړه نه شوه، بيا يې نو په شپو شپو نهره ساتله او په يوه تياره كوټه كې بندوله. هغې ته ور ياد شول، چې مياشت د مخه جبار د پښو په تليو په شنو لښتو ووهله، چې بيا يې له ډېره درده په لاره نه شوى تلى. د دې شيبو په يادېدو سره يې په يوې ترخې موسكا غوټه لا نوره پسې كلكه كړه.
په وروستي ځل يې، چې بيا خپلو لاسونو ته وكتل او هغه يې خپلو سترګو نږدې ونيول، له ځانه سره يې وويل: (( پلاره تا همدې ورځې ته يوازې پرېښودم، تا همداسې غوښتل، تا خو ويل، چې ما به لكه ګل غوندې ساتې، راځه خپل ګل وګوره، په وينو سورګل.))
هوسۍ يو ژور اسويلى وويست: (( پلاره! دا څلور كاله، چې تا يوازې پرې ايښې يمه، څه نه دي، چې نه يې تېروم، پلاره! مور مې د كور او زه د بهر مزدوري كوم، كه يې ونه كړو ورور او ورينداره مې داسې راته تريو ناست وي، چې پوښتنه مه كړه، وړمه شپه جبار لالا ما او مور ته دومره غوسه وكړه، چې دواړه له وېرې وږې وېدې شوو.))
هوسۍ لا نوره پسې په ژړا سر شوه: (( پلاره! زه هره شپه په ژړا ويده كېږم، داسې څوك مې نشته، چې دلاسا مې كړي، اوس مې مور هم د ورور او وريندارې خوا نيولې او د هغوى په سر په ما منت كوي. دا خو خير كاشكې، چې له مكتبه يې نه ويستمه، زه ګورم زما همزولي هره ورځ مكتب ته ځي خو زه اغزي راټولوم، اوس به زه هم په اووم صنف كې ومه. پلاره! زه چاته وژاړم، پلاره))
هوسۍ خپل سر په خپلو زنګنو كېښود او له لږې شيبې چوپتيا وروسته، لكه چې څه ور ياد شوي وي، بيا له ځانه سره لګياه شوه: (( نه دا مې څه وويل! نه موركۍ خواركۍ مې نه ده ملامته ، هغه رښتيا وايي، كه د دوى خدمت ونه كړو، نو له كوره به مو وشړي، كه مو وشړي، چېرې به ځو، څوك به مو وساتي، نه موركۍ مې ملامته نه ده، نه، نه هغه نه ده ملامته ، هغه رښتيا وايي.))
له دې خبرو سره هوسۍ لور ته لاس كړ او په بېړه له ځايه پاڅيده او د اغزو په راټولولو بوخته شوه. په دم شيبه كې يې سره له دې، چې لاسونه په سوخت كې وو، د نورو ورځو په پرتله يې تر يو پنډ زيات اغزي راټول كړل او كرار كرار له دښتې د كور په خوا رهي شوه. پنډ يې ډېر دروند و او دا ترلاندې كږه وږه روانه وه، خو دېته خوشاله وه، چې نن يې ډېر اغزي راټول كړي. نورې ورځې به يې په لاره كې دوه درې دمې كولې، خو نن يې بې له دمې كور ته ځان ورساوه. دروازې ته په نږدې كېدو سره يې په زړه كې ګوړې ماتې كړې: (( ورېنداره به مې د دې پنډ په ليدلو ډېره خوشاله شي، ما ته به شاباسى ووايي او خوږ چاى به هم راكړي.))
هوسۍ دروازه پرانستله او په ډېر زور يې پنډ خطا كړ او پر خپلې ورېندارې، چې د سوپي پر سر ناسته وه او چاى يې څښه، غږ وكړ: (( وريندارې! نن مې ډېر اغزي راوړي، ډېره يې ستړې كړې يم. لږ خوږ چاى خو راكړه.))
هوسۍ په همدې خبرو خبرو كې كرار كرار سوپي ته وخته او غوښتل يې د خپلې وريندارې ترڅنګ پر توشكه كيني، چې هغې پرې بړچ وهل: (( كم بختې! لاندې كېنه، توشكه مرداروې، ټوله په خاورو ككړه يې.))
هوسۍ غلې غلې له توشكې راښويه شوه او په عذر يې وويل: ((خير دى وريندارې لږ خوږ چاى، ډېره ستړې يم.))
وريندارې يې توشكه خپل ځانته كش كړه او په غوسه يې وويل: (( دا ده د خان زاده لور، دوه بوټي اغزي يې نه دي راوړي، ځان ستړى ستړى كوي او خوږ چاى غواړي.))
د وريندارې په دې خبرې هوسۍ ته غوسه ورغله او په لږ لوړ غږ يې وويل: (( څه مزدوره خو دې نه يم، چې سپكې كوې. خوله دې نيسه، په پلار به مې نه لګېږې، هرڅه چې وايې ما ته وايه))
وريندار يې له ځايه پاڅېده او دا يې له لاسه ونيوه او له ځانه سره يې راجګه كړه: (( ځه، ځه! غوجله پاكه كړه، چاى ماى نشته، مور خو دې بلا وهلې، ناروغي بانه كوي او يو ديګ په ساعتونو تياروي.))
هوسۍ له ډېرې غوسې په دومره زور خپل لاس راكش كړ، چې نږدې وه ورينداره يې له سوپي نه راولوېږي، خو ژر يې ځان ټينګ كړ او په زوره زوره يې هوسۍ وښكنځله: (( مردارې، بدسترګې، چې ورور بدمخى دې راشي زه به ستاسې چاره پرې وكړم، نور مو يوه شيبه هم په دې كور كې نه پرېږدم.))
د هغوى په شورماشور د هوسۍ مور په بېړه له كوټې راووته او خپلې لور ته يې وويل: (( څه خبره ده؟ څه شوي؟ خلك به راپورې وخاندي، شورماشور بند كړئ.))
خو مخكې له دې، چې هوسۍ څه ووايي، ورينداره يې وغړمبيده: (( بدسترګې دې له لاسه كش كړم، نږدې له سوپي لاندې غورځېدلې وم، بدبخته خاني كوي، ما نه چاى غواړي.))
د هوسۍ مور د خپلې نږور له خبرو سره سم د هوسۍ مخ په څپېړو شين كړ او په غوسه يې هوسۍ ته وويل: (( بدبختې خپل حد نه پيژني، ته څنګه پر خپلې وريندار حكم كوې، چې بيا داسې ونه كړې، كه نه پخپلو لاسو دې له دنيا تېرومه.))
د مور په دې خبرو هوسۍ په منډه اشپزخانې ته او بيا له هغه ځايه سيخ يوې كوټې ته ننوته، كراره پر يوې توشكې وغځېدله او په چيغو چيغو يې وژړل.
تر ماسخوتنه پورې د هوسۍ مور خپلې نږور ته عذر او زارۍ كولې، چې لور يې وبښي او ورور ته يې څه ونه وايي، ماسخوتن، چې د هوسۍ ورور كوټې ته راننووت، ښځې يې پرې وربړچ وهل او په ژړا ژړا يې وويل: (( جباره څو ځلې مې درته وويل، چې مور او خور دې اصلاح كړه، د ساتنې نه دي، خداى به نه غوښته كه نه، نن دې خور د ګور مېلمنه كړې وم.))
جبار بد بد خپلې مور ته وكتل او بيا يې چيغې كړې: (( هوسۍ چېرې يې، والله كه نور د ژوند څكه رانه وكړې، بد سترګې، اوس دومره شوې، چې پخپلې وريندارې لاس اوچتوې))
له دې خبرو سره جبار په منډه هغې كوټې ته ورمنډه كړه، چې هوسۍ په كې ويده وه. همدا چې كوټې ته ننووت مور يې د هغه پښو ته ځان وغورځاوه: (( زويه ! خير دى، كم عقله ده، كار مه پرې لره، ما ډېره ووهله، خير دى زه به يې وپوهومه، خير...))
جبار د خپلې مور خبرې پرې كړې: (( كه پوهوله دې، تراوسه به دې ملا كړې وه، نور زما وخت دى، اوس يې زه پخپله ملا كومه، داسې سبق به وركړم، چې نور خپلې وريندارې ته بر ونه ګوري.))
جبار خپله مور ټيل وهله، هوسۍ يې له وېښتو راونيوله او له ځايه يې راجګه كړه خو، چې كتل يې په هوسۍ كې دمه نه وه او له خولې يې ځګونه راوتلي وو.