يادوونه :- دغه شعر په ژمي كې ليكل شوى وو .
ماښام چې ځان مي جوړاوو و خوب ته
په ځان مي چوف ايات کرسيانې کړلې
د شومه دم په وخت په خوب کې راغله
سپينې جامې په غاړه
پسته مسته وه له ورېښمو څخه
په سپين کميس يې يو څو ستوري هم وو
ما يې د کور ورنه پښتنه وکړه
هغې وېل کور مي دی د ښار په مېنځ کې
خو ګوره تاته په لاس نه درځمه
ځکه چې ته يو بې وطنه ځوان يې
او زه د خپلو هېوادوالو يمه
بيا يې سوکه په رېږدېدلو شونډو
له ځان سره په پس پسي وويل
له ډېره وخته انتظاره وروسته
کېدای شي تاته هم په ګوتو درشم
او خوب مي وتښتېده
سهار مي مخه کړه د ښار په لوري
په لويه لار کې ورته کښېناستمه
ما در اتګ يې ورته لار څارله
په ګڼه ګوڼه کې د ښار د خلکو
يو ځل يو ځل به مي تر سترګو شوله
سپينې جامې په غاړه
پسته مسته وه له ورېښمو څخه
په سپين کميس يې يو څو ستوري هم وو
چا به په غېږ کې وه نيولې ټينګه
چا خو به پاس وه سپره کړې په سر
چا به موټر او چا رکشه ورته په ځان نيوله
خو کوم مغروره ځوان به
په کبر جنه رويه
تر غوږ نيوله کشوله به يې
زما به زړه ورته ټوپونه وهل
تر مازديګره يې په تمه ناست و م
چې کوم ظالم راته ماښام وويل
هسې چټي دي ځان په يخ مه وهه
د اوړو تېلۍ په شناخته کارت ورکوي