دې زړه ته مې راپيښه څه عجيبه خادثه ده

غالبه پرې دا ستا د تورو سترګو يارانه ده

لا سم راغلى نه يې او د تلو خـبرې وايـې

جانانه ته به وايې سم په ژرنده كې شـپه ده

ثانـي د حسن نه لري ناصحه لنډا دا چـې

له واورې نه ده سپينه او له ګوړې نه خوږه ده

رقيبه! د نفرت پوكي دي ټول شول بـې اثـره

زما او د يار مينـَه خو لا هغسې تـوده ده

دا تكه سپينه ټنـډه يې د تورو زلفو لاندې

زړګيه! ته به وايې د تور غر لاندې چينه ده

قـدرته! هيرېدل يې راته ځكه دي ګران شوي

د زړه په دنګ چينار مې څانګې څانګې راخوره ده

 

د لـــېــمــې درنو لوستونكو ! د يو لړ تخينكي ستونزو له امله غزل په سمه توګه نه وه پر ليكه شوې هيله كووم  بخښنه راباندې ولوروئ .

او كومې تبصرې چې زما په نوم شوې هغه د كوم بل ورور له خوا زما په نوم شوې دي دا چې تاواني نه دي نو ړنګول يې هم بې ځايه بولم

په درنښت ستاسو سيد شاه سقيم