نغې به وايو او سندرو ته به زور وركوو

دې زمانې ته به زړګيه اوس پېغور وركوو

چې څرك د لمر مو تر جونګړو لا هم نه را پرېږدي

هغو بنګلو ته به ملګرو كله اور وركوو ؟

مونږ په ښكاره هسې خلاف يو د سرونو د لو

ګنې په پټه هم جابر ستايو هم لور وركوو

ترڅو چې پاته وي په پښو كې مو زنځير زولنې

دې خاموشۍ ته د دنيا تر هغه شور وركوو

مونږ هغه خلك يو چې حسن پرستي مو مذهب

مونږ هغه خلك يو چې زړونه هور په هور وركوو

اې هنرمله ! كه له لر او كه له بره راشي

د وخت طوفان ته درك دا ځل د لاهـــــــــــــــــــــــــــــــور وركوو