رقيب زمونږ د ګلالو نجونو بنګړي ماتوي
ګودر ته ځي په ښکلو پيغلو مو منګي ماتوي
لار ورته نيسم ترې بدل د خپلو وينو اخلم
چې بې ګناه زما په خوار ولس تندي ماتوي
خورمه سوګند چې زلزلې به دي په کور راولم
زما د قام بچي غليمه تل پردي ماتوي
ځوانان خو څه د وطن پېغلې مې سرونه شيندي
لکه ملاله چې لښکر د پېرنګي ماتوي
څوک چې زما خاورې ته بد ګوري نو سر به وخوري
زما ولس خو تاړاکونه خونړي ماتوي
دا د ننګونو غيرتونو عظمتونو کور دى
په هر دښمن باندې غاښونه ېې پردي ماتوي
نصرته تل د پښتنو له قافلو سره ځه
چې څوک پردېو پسې ځي خود به ېې سپي ماتوي