د ادم د زړګي وینه
چې بدله شوه په مینه


قدرت ګوره د سبحان
چې پیدا شو ترې انسان


د زمان بهیر چلېږي
خلک کله پرې پوهېږي


فرښتو دى راوستلی
دې دنیا ته انسان ښکلی


انساني مینه انسان
رب پیدا کړه په جهان


دې جهان ته دى حیران
د ادم لمسی انسان