نه پوهيږم ولې کله چې موسيقي اورم ستا په يادونو کې ډوبيږم ، ښايې دا به د دې لپاره وي چې موسيقي هم د مينې د احساساتو په روزنه کې ستا د نظر ځانګړتيا لري .
پرون زمونږ د ښار يوه ښه موسيقي غږونکي مونږ ته ويولون غږوه ما خپلې سترګې پټې کړې وې او ستا په فکرونو کې ډوب وم د ويولون خوږو ترانو هم ستا د معصومو سترګو په شان په زړونو کې د ناز په خوب ويدې هيلې راويښولې او ډيرې خوږې روياګانې يې د انسان د خيال په پاڼه انځورولې .
موسيقي که څه هم ظاهرا بې له هغو څو موزونو او مناسبو نغمو څخه سيوا بل څه نه دي کومې چې په غوږونو ډيرې ښې لګېږي خو د موسيقۍ حقيقت بيا له دې خبرو څخه ډير اوچت دی .
موسيقي د خندا او ژړا انعکاس ورکونکې ده د موسقۍ په څپو کې د بشر د روح يوه لطيفه نغمه نغښتې ده نو ځکه د موسيقۍ څپې د انسان د هستۍ د ژورو تل ته لار مومي او د خپلو جادوګرو ګوتو په څوکو هغه احساسات راويښوي کوم چې د انسان د روح په ورکو او تيروڅوکو کې ويدې دي .
خو د دې ټولو صفتونو سره سره هيڅ موسيقي په هيڅ شعر کې د هغه وخت په شان زما د زړه تارونه په نغمو نه راولي کوم چې د خاموشۍ په يوه عالم کې ستا د سترګو له حس او حيات څخه ډک نظر ، زما د سترګو په بې حسه او رنځور نظر باندې لويږي.