رقيب مې ولي د غم په کا ڼو
اوښکې کتار شوې لکه د زاڼو


زخمي زخمي مې هره سلګۍ شوه
غشي مې اوري د زړه پر پاڼو

 

--------------

 

زخمي زخمي مې د زړه ګلاب شو
مسجد شهيد شو ړنګ يې محراب شو


سلګۍ سلګۍ مې هر يو غزل دى
په وينو سور مې د ژوند کتاب شو

 

-----------------

 

نه يم خبر چې په کوم تور مې وژني
دا سره مې وژني او هم تور مې وژني


له خپله مرګه لا په دې خفه يم
غليم مې نه وژني په ورور مې وژنې