په يوه کوچني کلي کې يو بوډا اوسیده چه نوم يې ګل خان وو.

ګل خان دحيواناتو سره ډېره مينه کوله دده په کورکی چرګان،پشکې،کوترې نور ډول ،ډول ژووی موجود وو.

چې ده به لکه د خپل اولاد پشان روزل .مګر دده په زړه پورې او خورا ګران ژوى دده سپى وو .

دا سپى چې د ١٤ کلو راهيسې دګل خان سره اوسېده ناروغ شو.

 ګل خان  دېر کوښښ وکړچې هغه بچ کړي مګر بریالی نشو.

په پاى کې سپی پداسې حال کې مړ شو چې ګل خان د هغه په خله کې دشيدو څاڅکي ور اچول او د دواړو له سترګو اوښکې څڅيېدې.

 
ګل خان پداسې حال کې چې په غمونو کې خورا ډوب وو دې نتيجې ته ورسېد چې دخپل سپي جسد په ډېر قدر او عزت سره خاورو ته وسپاري.

 
په همدې موخه ګل خان دخپل سپي لپاره يو تابوت جوړکړ او هلته ليرې  يوو بل 
کلي ته ولاړ او هلته يې خلک په ځان راټول او  ورته يې داسې څرګنده کړه چې ګواکې په تابوت کې دګل خان د زوی مړی پروت دی اوغواړي چې هغه خاورو ته وسپاري.

 
خلکو ورته قبر وکينده ،دجنازې لمونځ يې ادا او خيراتونه يې تر لاسه کړل.


مګر کله چې تابوت خاورو ته سپارل کېده، دسپي لکۍ د تابوت له درزه
ښکاره شوه .

ګل خان چې هر څه وکړه فايده يې ونکړه او خلکو دی قاضي ته لاس تړلی

ورو ست .

قاضي له ګل خان نه د مسلې په اړ و پوښتل .

ګل خان وويل چې قاضی صاحب زما سپي د انسان پشان خبرې کولې.

قاضي په غوسه شو وويې ويل چې دی ليونی دی او که په نورو د ليونو ګمان کوي؟ سپى هيڅکله خبرې شی کولی.


ګل خان زياته کړه چې:

قاضي صاحب زما سپي عبادت هم کاوو اوخيراتونه به يې هم کول او د ډيرو شتو څښتن وو.

قاضي نور هم په غوسه شو او ويې ویل دى بلكل لېونى دى .

ګل خان زياته کړه چې زما سپي يوه وصيتنامه هم ليکلې ده .

قاضي پداسې حال کې چې د غوسې نه خوټيده ګل خان ته يي وويل :

احمقه! سپی او وصيتنامه؟


ګل خان پدې محال اجازه و غوښته چه د ثبوت د وړاندې کولو لپاره دي دهغه لاسونه ازاد کړی شي.

 
ګل خان د خپلی ملا نه د طلا کمر بند راوخيست قاضی ته يې پر مېز کيښود او زیاته يې کړه چې:

سپي پخپله وصيتنامه کې ويلي وو چې دا دطلا (دسرو زرو) کمربند دي قاضي صاحب ته ورکړی شي !.

قاضی پداسې حال کې چې له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېده ګل خان ته  وويل چې :

اښه !!!!! دې خداى بخښلي نور څه وصيت کړی وو؟؟؟؟؟؟؟؟