يوه ورځ ګيدړه زمري ته ورغله او ورته ويې ويل چې :
زمری لالا له ! له څو ورځو راهيسې مې څه شى نه دي خوړلي که يو ښکار راته وکړې ، ما ليدلی دی خو وس مې نه پرې رسېږي !
زمري ورته ويل درځه چې ورشو چېرې دی ؟
نو يي د ځنګل هغې خوا ورسره بوت چې ښه شين چمن وو او يو خر په کې څرېده،
زمری يو لوړ ځای ته ورته وخوت او له هسکه يي پرې ورټوپ کړ ، خوله بده مرغه خره ته ور ونه رسېد او داچې مځکه ډېره لنده او خټې وه نو پښې يي په مځکه کې ننوتې ، ګيدړه چې پردې پوه شوه چې نور زمری دا توان نه لري له مځکې راو خېژي ، نو مخ ته ورته کېناسته او په زوټه زوټه يي وخندل څو د ځنګل نور ځناور هم راخبر کړي !
زمري ورته وويل چې خدای وهليه! زۀ مرم او ته راپورې خاندې !؟
دې ورته وويل چې :
زمری لالا ! خاندم خو اوس نه ! خندی خو به هلته وي چې د خرۀ څښتن له دبي سره درته راشي.