چې په وره ورننوتم نوسترګې مې په هغې ولګیدې خدای خبرچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي ؟؟؟
سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامي رنګ یې درلود پوزه یې نه ټیټه اونه هم لوړه وه ،خوله یې یوڅه لويه وه خودومره هم نه چې بده دې ورباندې ښکاره شي .
له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې وه .
دهغې سترګې هم په ماکې خښې شوې .
څوک ده نه یې پیژنم ؟
 ښایې چې هغه ماپیژنې !
 ځکه خورڼه رڼه راته ګوري بیامې وویل :
نه نه رڼه رڼه خوزه هم ورته ګورم زه خویې نه پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پیژنې ځکه داهم رڼه رڼه راته ګوري . زه لا په دې سوال اوځواب کې وم چې دانګړمنځ ته ور ورسیدم اوهغه مخې ته راولاړه شوه .اوس مې نو پوخ یقین شو چې څوک پیژندویه ده خومالاهم نه پیژنده . هغه زماترمخ دیووګام په فاصله کې ودریده اوخپل ښی لاس یې راوږدکړ .
ا وس مې نو سترګې دهغې له سترګو څخه واوښتې .
 نه پوهیږم چې وشرمیدې اوکه یې غوښت چې زماله لاس سره مرسته وکړي ترڅو د هغې لاس ته ور اوږد شي .
مامې لا لاس نه وو ور اوږد کړی چې هغې دلاس رغوی پرانسیت اوڅو واړه کاڼي یې راوړاندي کړل.
حق حیران شوم .کاڼي دهغې په خولوو لانده خیشته وو ښایې چې داکاڼي یې به خپل موټ کې په ساعتونو ساعتونو بند ساتلي وو.
 یوځل مې بیاسترګې دهغې په سترګوکې شوې .
داځل دهغې په سترګو یوې دردناکې لمحې ځان غوړولی وو.
 شونډې یې ریږد واخیستې ، خندا او ژړا ورڅخه ګډه وډه شوه .
 په ډیره خوارۍ یې خوله سره راټوله کړه په یو دردمن غږ یې راته وویل :
 واخله کنه دا د پیربابا خورده ده .
 ورسره ښه کیږي .
 مورمې ویل چې ټول لیونیان له هم دې خوردې سره رغيږي .
لامې هم دهغې په لیونتوب باورنه کیده ترڅو چې مې دترور غږ واورید
ترورمې راته وویل چې :
ځنې راتېر شه دالیونۍ ده .
 ستامخته هم شنه شوه .
بیایې په هغې باندي غږ وکړ :
 لیونۍ !لري شه هلک ته مخه ورکړه چې راتېرشي .
 په ظاهره خوځني رهي شوم خو د زړه پښو مې دهغې په سترګو پوري ځان وتاړه.
ترور مې راته مسکۍ شوه په خندا کې یې راته وویل لکه چې ښه یې و ویرولې .؟
د دغې لیونۍ دغسي مخ تور دی خپل او پردي ته نه ګوري .
 بیایې یوسوړ اسویلی وکیښ .
 له ځان سره یې په ګوڼېدلې ژبه وویل :
 د دې رېنې دي هم تعلې وچې شي.
 ګناه یې ورور وکړه سزا یې دا تېروي .
 ما مې ترور ته رڼه رڼه کتل لامې له ترور څخه دهغې په حقله نور څه اوریدل غوښتل ترور مې هم خبروته دوام ورکړ وېل یې :
پلار یې په بدو کې ورکړه اوخسرګنۍ یې هم هغه د دښمنۍ سکروټې چې د دوی په زړونو کې وې ددې خوارې په ګرېوان کې ور توى کړې .
 ترڅو چې لیونۍ شوه .
اوس یې راپرې ایښې ده .
 پلار یې په ډېرو زیارتونو وګرزوله خو خدای یې ښه نه ده کړي .
 اوس وایې چې که خدای وس راکړ نو د سخي صاحب زیارت ته به یې وړم .
 ګوندې وي چې هلته یې خدای ښه کړي.