خبریالانو ته د جون په ۱۵ مه ، په افغانستان کې د تروریستي بریدونه په اړه چې د پاکستان د ځینو پوځي او استخباراتي کړیو په ملاتړ ترسره کیږي ، د ولسمشر کرزي څرګندونې د هېواد په دننه ، سیمه او نړیواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې .


په ریښتیا سره ولسمشر کرزي په وروستیو کالو کې ، د هېواد د بل هر مشر په پرتله په سپینو او صفا ټکو کې د افغانستان په اړه ، د پاکستاني واکمنانو د تيري کوونکې ستراتېژۍ څخه پرده پورته کړه .
دا څرګندونې پراختیا او سمبالتیا دي
 .
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل :


« که چیری د کعبې امام هم په افغانستان کې حکومت جوړ کړي ، پاکستان يي نه پریږدي او پر ضد به يي جهاد کوي »


د هغه دا خبره رسوي چې پاکستان په هيڅ بڼه چمتو نه دى چې افغانستان کې دې امنیت او ثبات راشي .


پاکستان په هره بیه افغانستان کې د ورانۍ او ویجاړۍ پسې مټې رانغښتې دي .

دا چې د پاکستان دولت د بیت الله محسود او نورو سره د سولې تړون لاسلیکوي او محسود په پاکستان كي د جهاد پر ځای په افغانستان کې د جهاد لپاره ښکاره اعلان کوي او د پاکستان دولت دده ددې اعلان په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي او یا دا چې د پاکستاني طالبانو ویاند ملاعمر د ننګرهار ولایت په مارکو سیمه کې د وروستي ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخلي خو پاکستان د هغه د څرګندونو او تروریستي برید په وړاندې چوپ پاتې کیږي او بیا هم کوم غبرګون نه څرګندوي ،په ډاګه کوي چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستاني دولت ترمنځ د سولې تړون په حقیقت کې د افغان ملت په وړاندې د يوې بلې توطيي او په دغه هېواد کې د نویو تروریستي بریدونو ، بې امنیو ، ګډوډیو او ویجاړیو لپاره چمتو شوئ دي.
 .
لکه څنګه چې رسنۍ په ګوته کوي ددې تړون نه روسته د افغان ملت په وړاندې تروریستي بریدونه څو ځلې زیات شوي دي . د کندهار ولایت د زندان او د ننګرهار ولایت د مارکو په سیمه کې روستۍ تروریستي پېښې يي روښانه بېلګې دي .
په حقیقت کې د محسود ، پاکستاني ملاعمر او نورو په نوم پاکستاني طالبان هسې یو نوم او ماسک دي .ددغو کسانو په شا کې د ای ایس ای جنرالان دي چې د افغاستان په وړاندې تروریستي جګړه مخې ته بیايي .


د پاکستان ای ایس ای نه یوازې د افغانستان پرضد تروریستي ورانوونکې جګړه کوي بلکې لکه څنګه چې افغان ولسمشر وايي :


« دغه کسان د کوزې پښتونخوا مشران وژني ، ښوونځي يي سوځوي او دهمدغو کارونو لپاره جنګیالي هم افغانستان ته رالیږي .»

محسود ، پاکستاني ملاعمر او نور پاکستاني طالبان ، په اسلام اباد ، لاهور او پنجاب کې ښوونځي نه سوځوي او پنجابي مشران نه وژني ، د پنجابي دولت سره چې د سندیانو ، بلوڅو او پښتنو پر ملي حقوقو يي خېټه اچولې د جهاد او جګړې اعلان نه کوي ، هلته د سولې تړون لاسلیکوي خو دا جهاد بیا د افغان ملت او د لرې پښتونخوا لپاره خوندې ساتې او دلته د ټوپک نه پرته په بله ژبه خبره نه کوي.

په دې توګه د هېواد د مشر دا خبره چې

« دا د افغانانو دنده او مسولیت دى چې د خپل ځان تر څنګ له خپلو پاکستاني پښتنو وروڼوڅخه هم دفاع وکړي » ریښتینولي پېداکوي
 .
د پنجاب واکمنان د پاکستان د جوړېدو له ورځې راهېسي ، د لرو برو افغانانو پر وړاندې د تاریخي دښمن په توګه چلند لري ، که پاکستان کې دحکومتونو هرڅونه تغیر را تغیر شي ، خو د لروبرو افغانانو په اړه د پاکستان یرغلګره پالېسي بدلون نه مومي.

موږ په وروستیو میاشتو کې ولېدل ، پاکستان کې پوځي رژیم په اصطلاح خپل ځای د پيپلز ګوند په مشرۍ ملکې رژیم ته پریښود ، خو د پيپلز حکومت دا څووم ځل دى چې له افغانانو سره په دښمنۍ کې د پاکستاني دولت د پوځي او ایستخباراتي کړیو څخه شا ته نه پاتې کیږي.
 
د پيپلز حکومت د ذوالفقارعلي بوټو په مشرۍ په ۱۹۷۰ ومو کالو کې د شهید سردار محمد داود د حکومت په مهال د افغان ملت په وړاندې په پاکستان کې تروریستي ډلې ټپلې جوړې کړې ، دا ډلې يي لومړى په پاکستان کې وروزلې او بیايي افغانستان ته د ورانۍ او ویجاړۍ لپاره راواستولې .
 بل وار ، د بېڼظير بوټو د حکومت په مهال د هغې د کورنیو چارو وزیر نصرالله بابر پلاس د طالبانو تش په نوم غورځنګ جوړ شو او د افغانانو د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره يي پر افغانستان واکمن کړ،او دا ځل بیا کله چې په پاکستان کې د دوی حکومت راغى له تروریستانو سره يي د سولې تړون لاسلیک کړ او دا دى افغانستان ته يي د وژلو ورانولو او لوټولو لپاره رااستوي.

د افغان ولسمشر دا خبره چې:

 موږ ته نور زغم نه دى پاتې ، موږ دا حق ځان ته خوندي ساتو ، دښمن په هغه ځای کې چې زموږ پر ضد روزل کیږي او را استول کیږي تعقیب کړو او مخکې له دې چې دښمن زموږ په کور کې موږ ووژني باید دښمن د هغه په ځای کې له منځه یوسو .


که پاکستان موږ په بمونو او راکټونو ولي ، نو له افغانانو څخه دې هم دا هیله نه لري چې په ګلانو يي بدرګه کړي . د بمونو او راکټونو ځواب په بمونو او راکټونو باید ورکړل شي . کږه خوله په څوک سمیږي .


نن افغان ملت ویښ شوئ او د پنجابي دښمن پټې او ښکاره توطيي له بل هر وخته ښه پېژني .


افغان ملت ټول په یوه خوله او یو زړه د پاکستاني تیري په وړاندې د ولسمشر کرزي د څرګندونو او اقدامونو څخه ملاتړ کوي .


ددې ترڅنګ افغان دولت ته لاندې وړاندیزونه کیږي :


ــ د هېواد د ملي ګټو په اړه باید روښانه دریځ ولري ، د هېواد د امنیت او ثبات په شان د مهمو چارو څخه باید څنګځن تېر نه شي او داسې چارې په زړورتوب سره مطرح شي .


ــ د پاکستان له خوا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو موضوع باید د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې مطرح شي .


ــ افغان دولت باید په افغانستان کې د پاکستان له خوا د تروریستي بریدونو په اړوند ، له ایساف او ناټو څخه د روښانه دریځ او وړو اقدامونو غوښتنه وکړي .


ــ افغان دولت د اسلامي کنفرانس له لارې هم باید ، د پاکستان پر دولت فشار راوړي چې په افغان خاوره خپل تروریستي بریدونه بند کړي .


ــ د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت باید له اوږده خوبه ویښ شي ، په بهر کې خپلو ټولو سفارتونو ته دنده وسپاري چې د مطبوعاتي کانفرانسونو او نورو ممکنه لارو څخه نړیوالو ته ، د تروریزم په اړه د پاکستان له دوه مخې سیاست او په افغانستان کې د هغه دولت د تروریستي بریدونو په اړوند معلومات ورکړي او د افغان او لري پښتونخوا پر مظلوم ملت د پنجابي یرغلګرو له توطیو او بریدونو څخه پرده پورته کړي

 

 

له لــــــــــــــــر او بــــــــــــــــــر څخه په مننه