کاش چې زه هم لکه روحاني ومرم!


ژوند ډېر لوی نعمت دی او دغه نعمت څښتن تعلی پر انسان ديوې موخې دتر لاسه کولو په خاطر رالورولي ٠

 دمرګ او ژوند ټول واک او اختيار يوازې د حق تعلی سره دی٠

ځانوژنه او مرګ غوښتنه دا دواړه يې پر انسان حرام او ناجايزه ګرځولي٠

هوس او ځان غوښتنه چې د انسان په خټه کې اخښل شوې کله کله انسان ځيني شيان د ټول حراموالي سره سره بيا هم غواړي!!


زه چې کله ووينم چې په نړۍ کې يو تن داسې ومري او يا ووژل شي چې ګرده نړۍ د خپل ماتم پر ټغرکښېنوي،نو په همداسې شېبو کې ماته هم د يو نفساني انسان په توګه رخه راشي او ارمان وکړم چې ای کاش په ما کې هم دومره متره او يو څه راپيدا شي چې پر مړينه او بېلتون مې نه يوازې خپله کورنۍ او خپلوان اوښکې او وينې ، له زړه اوسترګوتويې کړي بلکې داسې دې ومرم چې ټول نړۍ وال راباندې د خپل سکني ورور ،کليوال اوخپلوان په څېر ودرديږي او وژړېږي ٠


تېره اوونۍ مې يو غږ واورېد چې د يوه مظلوم،بې کسه او بې وسه ځوان شاعر مټې په توره نيمه شپه کې تر شا وتړل شوې ،قلم ترې وتروړل شو او له انساني مينې او عاطفې ډک زړه يې پر غشو وويشتل شو٠

دغه غږ زما ستونی راتنګ کړ ،سترګو مې دهغه په مظلوميت ډېرې اوښکې تويې کړې اوله زړه مې وينو لارې وکړې٠


و مې ليدل چې دټول ولس ستونی سره ورغلی ،و مې ليدل چې ټول پرې ژاړي او ومې ليدل چې د ټولو له زړونو وينې څاڅي ،نو د همدغه ځوانيمرګ پر غم او وير ما ته هم رخه راغله ،هوس او نفس پر سر واخيستم او يو ځل بيا مې ارمان شو چې ای کاش ،چې زه صمد وای ،څومره به ښه وي چې زه هم د روحاني په څېر د حق په ننګه له وياړه ډک مرګ ته غاړه ورکړم٠