لاترڅوبه وي داشپې ورځې خونبارې
څوبه کاڼي وي اومات زړونه هیندارې

چې دسرو وینو لښتي ووترینه لاندې
هغه ونې دنجات ښکاري سنګسارې

څوک به څنګه ترې غونچې کا سباجوړې
تر غوټیو وړي لمبې نن ماشیندارې

غم دزړه مې په ژړا باسم خو نه سي
دافرمان دی چې به اوښکې وي حصارې

مات وزری ویر چې پریوت له اسمانه
نه په لاره ځي له کلي نه بې لارې

وخته ژر دي پرې ګلان ږده دزخمونو
جنازې واړه دهیلو دي تیارې

چې خونکار غشي پرې ولې خود به وایې
پاس هیلۍ کـښته کبلۍ دي ګناهکارې

زه سرتیر چې نن قلم وینم سرونه
نه به توري نه به حوري شي سینګارې