داڅوک مې ځوروي دومره داڅوک دومره را ګران دی
هم زړه راڅخه کاږي هم په زړه راته ودان دی
هرڅوک چې ده په خدای ښايسته ښکلی انځورګر دی
د روح په هره پاڼه پنځولی راته ځان دی
دخیال په تږې للمه مې اوریږي څاڅکی څاڅکی
باران خو راته نه ښکاري خو خوی یې دباران دی
په یوه مسکا مې زړه ته سل ټکان سینه کې ورکړي
څه مست دی څه بیباکه خدایږو څومره شوخ او وران دی
رنځور مازدیګری خپلو اینو ته په خنداکړي
فنکار دی جادوګر دی په هر درد پوه دی لقمان دی
تنکی سحر په سترګو کې تصویر د صنم راوړي
توبه چې ګومراه نه شمه څه ښکلی مسلمان دی
خوږه خوږه مې څړیکه مستوي دزړه پرهرکې
هیڅ پوه غضري نه شومه چې درد دی که درام دی