ګرځندتلیفون ته زنګ راغی .
دخبرو له پاره مې یې تکمه کیکیښله .سلام علیک مې ورته وویول . له بلې خوا نه یوښځینه غږ راغی حیران شوم . په بیړه مې ورته وویل وبښئ نمبر مو غلط کړې دی . دتلیفون دکته کولو تکمه مې کیکیښله . له څه شیبې وروسته بیا له هماغه نمبر نه چې مخکې یې راته ترې زنګ وهلی وزنګ راغی .
دخبرو له پاره مې تیلفون عیار کړ سلام علیکم !.
په ځواب کې یې راته په ډیره نرمه لهجه وعلیکم وسلام ووایه .سمدلاسه مې ترې وپوښتل مهرباني وکړئ څوک خبرې کوئ ؟
خیردی وبه مې پیژنې دومره اجله دې ولې ده.
حیران شوم څوک به وي ،څوک به وي ؟
څنګه یې زما نمبر موندلي؟
تیلفون مې بیا بند کړ.
پدې سوچ کې وم چې کیدای شي څوک درباندې ملنډې واهي .
احمدچې زماهم صنفي و،دښځو په غږ کې به یې داسې شوخې خبرې کولې چې سړی به ورته حق حیران پاتې شه .له ځانه سره مې دافکروکړچې احمدبلاواهلی درباندې ریشخند وهي . دماخستن له لمانځه وروسته چې حجرې ته راستون شوم په همدې سوچ کې وم چې بیا تلیفون وکړنګېده .هماغه نمبرو سلام علیکم له وعلیکم وسلام نه یې وروسته راته اوویل خبرې کوه خو ورو پلارمې په کورکې دی هسې نه چې خبرې مو واوري . لږخاموش شوم .
سمدلاسه یې راباندې داسې ګذاروکړچې دویلو له پاره سنجولي خبرې ټولې رانه هیر ې شوې . ودلیده چې غوړګې دې وتښتیدې .پدې پښوبه زه اوته لرې لرې مزلونه کوو. خبرې خوږې هم وې ترخې هم له یوې خواپیغورله بلې خواناشنا خوږ غږ .
دا درک رانه ورک وچې دخبرو پیل له کومې او په څه یې وکړم .زړه مې په ریتاړو کې ونغاښت یاره چې څوک یې خو دومره درته وایم چې په غږکې د اضطراب شته .دوست یې که دښمن یې نور دې په همدې غږ پیژنم .
ته راته تیلفون کوه زه به درسره خبرې کوم .خو یوه خبره مې واوره دوې، درې ورځې وروسته به دا نه راته وایي چې پیسې راخلاصې شوې . بله دهم خلاصه ده زه له هغه جینکونه نه یم چې د پلاراو ورورجیب ته یې سترګې وي .پخپله یې ګټم او پخپله یې خرڅوم .ښه چې داسې وي بیا مو یارانه کیږي ښه! نواوس راته بلا خبرې وکړه . ستا يواځې په دا مردانه غږ مینه یم .ګوره راپورې خانده مه ځواني مې هم خندانۍ نه ده .خپل تعریف مې له خپلې خولې خوښ نه شه
څه مې کړي وای کړيې خبرې بیرته نه راګرځېدې .
هودچنارغوندې دنګه ځواني دما لیدلې .ښه چې داسې ده نو اوس پوه شوم چې که خدای مې نه غلطوي غل دخپلې سیمې سړی دی ؟؟؟.
هو!دزړه غله خوبه خامخاپه دې سیمه کې وي .د غږلمس یې ډیرخوږ ومګر ناببره دخبروسلسله وشلېده . راسره کړې خبرې مې یې یوه یوه له ځان سره تکرار کړه اووروسته ویده شوم .
سهارمې احمد وموند ورته مې وویل احمده داسي ټوکې به نورې راسره نه کوې . دجیبونوپه تلاشۍ مې شروع وکړه دهغه له تیلفون نه مې خپل تیلفون ته زنګ تېرکړمګر هغه نمبرنه و.چې ماته ترې پرون اوبیګا زنګونه راغلي وو.رښتیابه وایم چې لدې وروسته راته بیګانی غږداسې راغبرګ شه لکه سړی یواځې له ځانه سره دغرونو په منځ کې غږ وکړي او له خوا اوشاه غرونو غونډیو نه ورته هماغه غږ راغبر ګ شي . نن به مې کله ناکله ناڅاپه جیب ته لاس ورتېر شه موبیل به مې وکوت . ویریدم چې موبایل ورک نه وي .بلا اشتیاق بلا اضطراب .اوکله کله به څه ناڅه خوف او رجا هم راسره ملګري شوه .
ورځ وه تیره شوه .ښه ډیرسوالونه مې دهغې په غیاب کې ترې وپوښتل خوځواب یې نه و.ماخستن له لمانځه چې وروسته حجرې ته راستون شوم لږ شیبه وروسته دګرځند زنګ وکړنګېده.نمبر مې وکوت هماغه نمبر و سلام علیکم ، وعلیکم وسلام موسره وکړ .
پرونۍ خبره یې راته بیا هماغسې وکړه .ورو ښه !خیر که اجازه راکوې زه به یوه خبره درته وکړم دهغې خبره مې په نیمه کې ورپرې کړه . ګوره چې دومره ډاریږې نور ماته زنګ ونه واهې .
بیا له خدایه هم ویره پکار ده چې هر هغه څه چې مونږ یې پټوو اویایې ښکاره کوو هغه پرې عالم او قادر دی .دتیلفون له غواږۍ نه اواز نه راته زما خبرې چې ختمې شوې .بیا یې راته اوویل زړګیه .لکه چې ورځ درباندې په ډیره سختۍ تېره شویې ده . ددې خبرو مطلب دا نه دی چې زه او ته سره خپل شو.او سمدلاسه دې دفهقې کتابونه راپسې راوخیستل. او له ځانه دې شیخ راته جوړ کړ .
تاته به معلومه وي چې زمونږ په معاشره کې نجونې لکه دهوا د مرغۍ غوندې وي چې دچا ښکارشوه نو دهغه شوه .
بلاخبرې مو وکړې مګرساعت ته مې چې وکاته دشپې دوه بجې وې .
په بخښنې سره مې ترې اجازه وغوښته، هغې هم بغیر له څه ویلو تیلفون کته کړ.سبامې ډیرکارونه راتر غاړې و ډیر کوښښ مې وکړ چې ویده شم مګرخوب رانه تښتیدلی و . درود شریف اود چارقل سورتونه مې څوځلې تکرارپه ځان چوپ کړه .خدای زده څه وخت به ویده شوی وم .
کشري ورور مې ډیره په زوره سهار دروازه وټکوله چې راپاڅیدم لمونځ مې وکړ . دپلارخبرې مې واوریدې چې ډیر په غصه و. ښکاري بدبختي کورته راروان ده زلمي مو په لمر خاته راجیګیږي .
ما اوریدلي چې څوک په ژوند کې نه غواړي چې ښه کار وکړي دسهار په لس بجې دې له خوبه راجیګیږي .کوټې ته چې ورننوتم پلار مې راسره خبرې نه کولې سلام یې را ادیه کړ . مګر کشر ورور مې ډیر شوخ وله څنګ سره مې نږدې کیښناست کاکا ناروغه خوبه نه وې ؟؟؟.
نه قربان !
پلارمې کشرې ورور ته مخ ور واړاوو
ورمیږ ته خو یه وګوره غیږ نه ترې تاویږې اوته وروته وایې چې ناروغه خو به نه وې .هیځ بلا نه دی واهلی . دپلار له خبرې نه مې دا جوته شوه چې داهم کیدای شي چې ناروغه وي .اوزه ورته بې ځایه په غصه وم . اوما له ځانه سره دافکر کاوه چې اوس مې پلارجانه لکه چې شوګیرې به برخه شوې .
سبا ناري چنداني خوند نه راکاوو . کشري ورور مې له غاړې لاسونه راتاوکړه غلي یې راته اووې نن د څه ونه خوړل ډاکتر ته ولاړ شه .سمه ده .دجېګیدو سره مې سم پلار زر، زر مهم ،مهم کارونه را وسپارل .
بهرچې راوتم لمرغوړیدلی و. سترګو مې سوی غوندي کاوه . زموږ دکور اوبازر تر منځ تقریبا دوه کلومتره پیدل لاروه .او دا مې تقریباد خواره ښه صحت رازو چې ډیر به نه ناجوړه کیدم . بازارته لا نه وم رسیدلی چې د موبیل زنګ مې وکړنګیده .
جانانه څنګه ټیت سر راوان یې لږ سترګې راپورته کړه .
لدې سره مې سترګې دچا په لټه کې شوې بیا زنګ راغی
نادانه لږ پورته وګوره ښکاري ټول عمر دې ټیټ سر مزل کړی .
رښتیا دې وویل ما چیرې هم لا تراوسه پردیو کړکیو ته پورته نه دی کتلي تیلفون مې بند کړ . چې ښي لاس ته مې مخ واړه و.
ددویم پوړ په کړکۍ کې مې و لیده .
خبروم چې له جرمني راغلي مګرپس له ډیرې مودې وروسته مو لیده کاته وشوه .
سمه دبدرسپوږمۍ ترې جوړه شوې وه . ځان مې ستړی محسوس کړ دزړه درازه مې یو دوه چنده شوې وه .
ځان ته متوجې شوم اود پلار سهارنۍ غصه مې را په زړه شوه ، یووخت مې چې فکر شه له عمومي سرک نه اوښتی وم مخکې به دسرک په غاړه ښه شیبه دریدم چې هسې نه موټرمې ونه وهي خو نن نه شوم پوه چې له سرکه څنګه اوښتی وم .