په شپه كې خيال ته راشي يو څو نورې دښمنۍ
له چا سره چې واخلي راڼه ستوري دښمنۍ
ډبرې لټوي او لړمان ترې لاندې ګوري
دا ځيني خلك ياره ځانته ګري دښمنۍ
پښتون واړه ښكار شوى د خپل ضد او د نفاق
په كور باندې همېش ځكه را اوري دښمنۍ
چې ستا تور باڼه ګان مي د زړګي ساتونكي وژني
مجبوره شي شروع كړي دا كمزوري دښمنۍ
ما ستا په ستمو د هېرېدلو ليكې كش كړې
كوي مي در سره د غزل توري دښمنۍ
د ژوند ټولې خوښۍ او رنګينۍ ورڅخه چور كړي
چې كوم چاته حقمله شي ورپوري دښمنۍ