د حسنونو سودا ګریم شرابي حسن په څو دی؟
چې معیار یې خال اوخط وي کتابي حسن به څودی؟

چې خوشحال یې هسې ستایي افتخار پرې شاعران کا
د ترکانو د خوبانو ګلابي حسن په څو دی؟

چې د سترګو په ښکلا یې ټول عالم په مسیدو دی
د قفقاز دهسکو پېغلو عنابي حسن په څو دی؟

چې عالم ورته سلا کا ښاپېرۍ ورته حیرانې
دسلاویانو په وطن کې ارزاني حسن په څو دی؟

نورستان په سر درو کې د هلمند رود شاو خوا ته
د كندهار کلو بانډو کې نوراني حسن په څو دی؟

د ښکلا او د حسنونو په بازار کې هسې ګرځم
چې بازار یې هسی خوږ دی افغاني حسن په څودی؟