هغه چې تا به پرې غرور كولو
هغه چې ته به ناز ېدېلې باندې
هغه چې تا به پرې مين سوځاوو
هغه چې ته به پرې اسمان ته ختې
اوس را ته ووايه چې څنګه يې ته!!
غرور كوې او كه نه ؟
څوك سوځوې او كه نه ؟
ځمكه تر تا لاندې اوس ځي او كه نه ؟
د چا غمونه دي اوس خوري او كه نه ؟
نور دي د حسن مازديګر راغلى
ورشه له ټولو نه غوښتنه وكړه
ګوندې چې ودې بخښي
په دغه حال خو ژوندون نه تېرېږي
د چا ازار به درپسې وي ګلې !!!
چې د بنګال د لېونــــــــــــــــــــــــــــۍ غوندې شوې .

15.07.2008
- سيد شاه سقيم
د حسنونو سودا ګریم شرابي حسن په څو دی؟چې معیار یې خال اوخط وي کتابي حسن به څودی؟
چې خوشحال یې هسې ستایي افتخار پرې شاعران کاد ترکانو د خوبانو ګلابي حسن په څو دی؟
چې د سترګو په ښکلا یې ټول عالم په مسیدو دید قفقاز دهسکو پېغلو عنابي حسن په څو دی؟
چې عالم ورته سلا کا ښاپېرۍ ورته حیرا...
18.07.2008
- سيد شاه سقيم
رنګ يې ورو ورو ژېړېده خو مور ورباندې د شفقت غږ نه شو كولى
ځكه پلار يې ورته ويلي وو :
شريفې لورې لكه دا خېټه دې ورځ په ورځ لوېږي هسې نه چې پټ دې .................ياره د شريفې مورې لور دي معلومه كړه وېرېږم چې شمله مې په ځمكه ونه لويږي له دې خبرې سره ولاړ شو جماعت ته لاړ .
ماښام چې راستون شو...