د خپل کور نه په دې هیله روان شوو چې د نڅا په کلب کې له کومې نجلۍ سره معرفي شو او سات به مو هم تېر شي. دیکشنبې شپه وه، دا هغه شپه ده چې زموږ د ښارګوټي له شا وخوا څخه پېغلې او زلمیان دې کلب ته راځي. کلب زموږ له کور څخه ډېر لېرې نه دى  نیږدې پينځه دقیقې لاره ورته ده.

ګړندي، ګړندي د کلب لور ته روان وو خو لا رسېدلي نه وو چې د کلب تر مخ مو یو څو نور مهاجرین ځوړند سرونه ولاړ ولیدل. زه پوهیدم چې دوى د کلب د ننوتلو لپاره د سلو کرونو (دناروې پیسې) فیس یا نه درلودل اویا یې هم زړه نه دلود چې وریې کړي، ما چې له خپل زړه دا پیسې ویستې وې، په دروازه کې ولاړو دوه ګاردانو باندې زړور ولاړم. په ګاردانو کې یو یې د پیسو د اخیستو دنده په غاړه درلوده، او بل یې د پېژندپاڼې د لیدو دنده په غاړه درلوده چې مالوم کړي چې مشتریان له شلو کلو زیات عمر لري. که څه هم د کارتونو د لیدونکي قد تر ما اوچت او مټې یې پیړې، پیړې وې چې له ورایه ښکاریده چې ورزشکار دى. عموماً په داسې ځایونو کې چون الکول څښل کېږي په تن لوى او ځواکمن خلک په دندو ګمارل کیږي چې د جنګونو او شخړو مخه ونیسي. دوهم کس چې لاس کې یې د پیسو بټوه وه، په ده راته خپل ځان ځواکمن وبرېښیدو.

ما هم به خپل وار سره په خپل جېب لاس ننویست، خپل آې ډي کارټ مې له سلو نارویجې کرونو سره یوځاى راوویست. یو ته مې سلګون او بل ته مې خپل آى ډي کارټ ورکړ. یو یې سلګون په لاس کې نیولې بټې وې ته ورننویست، او بل یې اى ډي کارډ کوت، چې پدې مهال یې زما پر تورو ویښتانو سترګې ولګیدې، نو وپوهید چې بهرنى دى. نو زما آى ډي کارټ یې محضي له سترګو تیر کړ او بیرته یې راکړ، او په انګلیسي کې یې راته وویل چې :

ستا عمر له شلو کلو ټیټ دى . آي ډی کارډ او سلګون یې بېرته یو ځاى راکړل. زه هم ځوړند سر د نورو ولاړو مهاجرو څنګ ته راغلم. په دوى کې ځینې زما په شان، او ځینی یې د پیسو د نشتوالي له کبله بهر ولاړ وو. ولاړ وم دوه بجې شوې، او وروسته له دوه بجو څخه خلک کولاى شی چې خوشې ننوځي. خو ماهم له موقع څخه استفاده کوله او یو مهال مي دروازه خالي ولیده، بې له ځنډه مي پرې ور ودانګل. او دننه ولاړم. ګورم چې یو زیات شمیر خلک دي، او په خورا جګ غږ موسیقپ غږېږي. ډانس کلب ډېر ستر هم نه و، په ټوله کې یې دوه برخې درلودې، چې یوه يې هاغه ځاى وو چې شراب او نور مشروبات پکې خرڅېدل، او ورسره یو څو چوکۍ وې چې په هغې کې یو څه د زیات عمر خلک ناست وو، او خبرې یې کولې.

دوهم ځاى  له دروازې بل خوا، هغه وو چي په کوم ځاى کې په تیز غږ موسیقی وه او ځوانانو او پیغلو پکې نڅا کولې، ما هم په چټکې همدې ځاى ته ځان ورساوو، او په یوه چوکۍ کېناستم او د ځوانانو او پیغلو د نڅا ننداره مي کوله.

دا زما په عمر کې لومړی ځل وو چې داسې یو ځاى ته تللی وم. که څه هم په فلمونو کې مو لیدلي وو خو په عمل کې لومړی ځل وو.

هرڅه راته جالب او نوي وو، نیمه لوڅې نجونې، په نشه کې ځوانان، یو څه په عمر پخې ښځې چې په دې هڅه کې وې چې د ځان لپاره یو ځوان پیدا کړي، او د شرابو د اخیستلو لپاره په قطار کې ولاړ خلک. لنډه دا چې هر څه راته نوي وو. په دې نندارو کې وم چې یو ناڅاپه مي پر اوږه د یو چا لاس ولګېد،

چې مخ می واړوو، ګورم چې یوه پیغله ده. چی ورته ځیر شوم، نو بدن یې تر ډیره لوڅ وو، بدن مې زیږ شو، ویښتان مي نېغ ودرېدل، او ځان می ورېږدېدو.

دا زما به ژوند کې لومړی ځل و چې د یو پردۍ ښځینه لاس زما پر ځان ولګید. خو ځان ته مي تسلي ورکړه، او ما هم په ډیره سختۍ د هغې پر مټ لاس تیر کړ، ډیر خوښ وم او په زړه کې مي ګوړې ماتولې چې ګوندي کار وشو.

په دې وخت کې د کلب والا غږ کړ چې وخت ختم دى. ما هم لکه د نورو په شان د خپلې کورتۍ په ښي لستوڼي مي خپل ښي لاس ور دننه کړ او له کلب څخه راووتم.

د باندې مي نور ملګري هم ولاړ وو. یو راباندې غږ کړ:

«ښه پکې خوشاله وې!»

ما هم د سر په خوځولو د هو ځواب ورکړ او مغرور غږ کې مي ورته زیاته کړه:

«ستا خو دا څو میاشتې وشوې چې راځې خو هیڅ دي هم پیدا نکړل، او زما اوله شپه وه او شاید راتلونکې یکشنبې ته یې لاس ته راوړم.»

هغه په خندا شو: «ها ها ها!» او داسې یې وویل:

«هى ساده ګله. دا ته چې کومه یادوې هغه زه پېژنم. هغه ړنده ده.»

»څه؟ ړنده؟»

ما خپل تندي ته ټس ورکړ او له هغې نه وروسته مي له ځانه سره وویل چې بیا به دې ځاى ته نه راځم.

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري