د تل په څېر مي نن هم دراستورانټ په باغیچه کې له یو سره بیا تربله سره ناست خلک یو یو ترنظر تیرکړل دباغیچې څراغونه ټول روښانه وو. د اوبوله تلاب څخه رنګینې فوارې هم هغسې راپورته کېدلې خو ماته دخپل ښکاروړڅوک په نظر را نه غی.انتظارمي غوره وګاڼه

دیو ګوښه مېزخواته لاړم  هغلته کېناستم سترګې مي په راروانوخلکوکې وې دخپل ښکار په لټه وم په هغې مې سترګې ولګېدې . ورته ځیر شوم ښه ورته ځیرشوم. دهغې دلاس بکس ته مي ورفام شو ښکلی وو قیمتي معلومېده .هغه زمالوري ته راروانه وه .لکه چې ښکارپخپله دښکاري په لومه کې ځان اچوي . نور نو هغې ته کتل مناسب نه وو. سترګې مي دمیزپه سره په پرته ورځ پاڼه کې وګنډلې . ځان مي ناګاره واچاوو . هغه رانیږدې شوه . دمېزخواته راغله ودرېده . له لیږخاموشي ورسته یې راته وویل سلام زه دلته کښېنستای شم؟

سرمي ورپورته کړ

مهرباني وکړئ ولې نه

مننه

هغه کېناسته

مالاهم ورځ پاڼې ته کتل

وبخښئ تاسو دهم دې ځای اوسیدونکي يۍ ؟

سره مې ورپورته کړ

هغه لیږمسکۍ شوه هسې ماویل چې له کوم بهرني هېواد نه خوبه نه يۍ  راغلي

 

ځواب مې ورنه کړ .

په فکرکې شوم چې څه ورته ووایم په څه کې مي ګټه ده ؟

لیږورسته مې ورته وویل  نه زه هم دلته اوسېږم

هغې یوازې سترګې لیږپورته کش کړې

لیږورسته یې غاړې سره کش کړې

بیامي وروکتل

څوک مېلمانه مو راروان دي؟

مطلب مي داوو چې میزخوبه مو کرایه کړی نه وي

ماویل نه

خو

هغې ویل خو څه

هیڅ دغه دی تاسو راغلۍ نن راسره تاسو مېلمانه شئ.

هغه مسکۍ شوه  مننه زه یوچاته انتظاریم هسې هم دماښام ډوډۍخوړلوته  لاوخت شته کېدای شي مونږ بل ځای ته ولاړشو

ښه په غورمي ورته وکتل هسې نه چې په رښتیا ولاړه شي .زه باید یوڅه وکړم خو څنګه ؟

کېدای شي چې بده ومني باید په یوچل ځان ورنېږدې کړم

بیا هم دیو مناسب وخت  په انتظارشوم

لیږورسته هغه ولاړه شو

ګړۍ ته یې وکتل  مړه غوندې یې وویل ډېر یې ناوخته کړخدای مه کړه  څه ورپيښ شوي نه وي.

ووېرېدم چې رانه ولاړه نه شي.

ماویل کېنه خیردی رابه شي په ښارکې دترافیکو بېروباى دی کېدای شي  چیرته لاربنده وي حتماٌ راځي.

هغې په قدم وهلو شروع وکړه سترګې یې له انتظاره ډکې راته ښکاره شوې

څوځلې له مانه یوې اوبلې خواته تېره راتېره شوه

مادخپل هنر په چلونوباندې فکرکاوو کوم یو یې استعمال کړم ؟

کوم یو متاثیرتمامېدای شي ؟

هغه ښځه ده باید  احتیاط وکړم چې خبره خرابه نه شي .

همدومره وو چې د اخ ناره یې له خولې ووته په ماراړنګه شوه

لکه چې پښه یې واوښته

دهغې دپورته کېدو هڅه مي وکړه زړه مي نه غوښت چې پورته شي

له څڼو څخه یې دګلابونو وږمې راپورته کېدې

سترګې مي دهغې په لاس ولګیدې دسرولاس بند ته مي يې ورپام شو

 

دسرودی !!!

 

لیږترلیږه شل دېرش زره خو ارزي

هم دغه یې وخت دی

هغه بېرته پورته شوه

کښته یې کتل سترګې یې له حیا ډکې شوې یوڅه خیرزه غوندې ښکارېده.

په قراره یې شونډې وخوځېدې وبخښئ لکه چې خوږمي کړﺉ؟

ماویل نه نه خیر دی

خونورمې څه ونه ویل

هغې خپلو بوټونوته وکتل څه یې ویل خو بېرته غلې شوه

ښه زه درنه ځم هغه لکه چې نه راځي

 شپه مو په خیر

سمه ده ښه  شپه خدای ته دي سپارم

هغه درستورانټ ترکونج پناه شوه

زه هم باید تللی وای نورکېناسته مناسب نه وو

ولاړ شوم له باغچې نه قرارغوندې راووتم

دهوټل له دېوال سره مې ګامونه لیږ اوږده کړل

ترکونج مې ځان بدل کړ . لیږمخته مي یوچالاره ونیوه تته رڼاوه ووېرېدم.

دتلوهڅه مي وکړه.

 لاس یې راوږدکړ په لاس کي یې یوڅه نیولي وو.

حیران غوندې شوم.

ورته ځیر شوم هغه وه راته ویې خندل

لاس یې نور را اوږدکړ

واخله دابټوه دي دوه پنځوستي پکښې وو

یو مې درته پرېښود

هو رښتیا هغه لاس بندى مې راکړه نقلي دی په ۷۰روپۍ مې اخستی .

ورو غوندې مې ورته وویل مطلب ؟

 

مسکۍ شوه مطلب داچې زموږ دواړو ریشته یوه ده

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري