ډېر کلونه کېدل چې مرزا اکا مې نه وو ليدلی، خو کله مې چې وليد خدای (ج) شته په ځای مې رانه ووړ. زموږ وروستۍ ليدنه هغه مهال شوې وه کله چې زما خداي (ج) بښلي پلار د مرزا اکا سره په يوه دولتي اداره کې دنده لرله .

 هغه مهال زه د اتو نهو کلونو وم . هرڅه، هرڅه آباد وو. د غوايي له توغل څخه وروسته، يوه ورځ مرزا اکا زموږ کور ته د خدای پامانۍ لپاره راغی .

 
ما ته داسې ښکارېده چې چېرې په کوم اوږده سفر تللو . د خداي پامانۍ په وخت کې يې په يوه ترخه موسکا کې خپله زړه خبره خو آشنا خبره وکړله، د پلار سره مې غاړه وو، زه يې پر سر ښکل کړم او ولاړ . وروسته له ډېره عمره مې مرزا اکا وليد. د يوه بل سپين ږيري سره په خبرو بوخت وو. خدای خبر چې په څه غږېدل خو ما همدومره واورېدل چې ويي ويل:

د يارنۍ چرګوړي يو چې کله به د چړې سره اشنا کېږو.

 د همدې زړې خو آشنا خبرې په اورېدلو مې مرزا اکا ته پام شو. ډېر بدل شوی وو. سلام مې ورواچاوه . زما سلام ته يې ځواب راکړ خو ويې نه پېژندلم . ما پرې غږ وکړ: - مرزا اکا! ودې نه پېژندلم؟ اتل يم اتل، د مامور سورګل زوی . ددې خبرې په اورېدلو سره يې خپل لاس چې رېږدېده، تندي ته څپر کړ، خوله يې جينګه شوه، ما وېل چې خاندي، په سره خوله کې يې ژبه ښورېدله لکه چې الله الله يې وېلې، په مخ کې يې نورې ګونځې هم پيدا شوې، لاسونه يې په زنګونو کېښودل چې راجګ شي، خو مخکې لدې چې له ځاي څخه وښوريږي، ورټيټ شوم، لاس مې ورته ښکل کړل، هغه هم په تندي ښکل کړم او زما د پلار په هکله يې وپوښتل . خو کله چې پدې پوه شو چې پلار مې د پرديو د تالي څټو په جېل کې شهيد کړای شوی وو نو يې ډېر وژړل او په ژړا ژړا کې يې څو ځل وويل:

خدای دې وب...ښي... ډېر ښه سړی وو...ځکه خدای (ج) شهادت ور په برخه که... د يارانۍ د چرګوړو همدا پای ده. له څه مرکې او کاله ته د تګ له بلنې وروسته مې مرزا اکا سره مخه ښه وکړه او پداسې حال کې چې د هغه خبره مې په ذهن کې ګرځېدله ( د يارانې د چرګوړو همدا پای دی) د کور خوا ته روان شوم .

دا خبره ما ډېر پخوا له مرزا اکا څخه په څو څو ځلې اورېدلې وه. د لومړي ځل لپاره مې دا خبره او په اصطلاح ددې خبرې فلسفه په هغه مېلمستيا کې کومه چې مرزا اکا د خپلې ترفيع په وياړ جوړه کړې وه واورېدله . دغې مېلمستيا ته زه هم د خپل خدای (ج) بښلي پلار سره تللی وم . کله چې ډوډۍ وخوړل شوه يوه تن مېلمه مرزا اکا ته وويل: -

مرزا صايب، په انګړ كې  خوډېر نور چرګان هم ګرځېدل، او ښايسته چاغ، چاغ هم وو. خو تا داسې مور مړی ډنګر او وچ کلک چرګوړی موږ ته پوخ کړی وو چې ها د درواغجن خبره هډو د غوښې پته هم پکې نه وه . څلور هډوکي وو، نه چې ها نور چرګان د بل چا دي؟

مرزا اکا وخندل او ځواب يې ورکړ: - نه بابا ټول خپل چرګان دي . خو دا چې تاسو وخوړ د يارانۍ چرګوړی وو د يارانۍ. نو ځکه له ډنګر والي سره سره د چړې سره وجنګېده .

د مېلمه سترګې له حيرانتيا ګردې، ګردې شولې او ويې پوښتل: -

د يارانۍ چرګوړی... پوه نشوم؟

مرزا اکا په ږيره لاس تېر کړ او ويې ويل: - پوه به شې، حالات به دې پوه کړي . کله چې پوه شوې نو شا او خوا ته به دې ډلې، ډلې دغسې د يارانۍ چرګوړي ووينې . ډنګر-ډنګر، وږيِ_او تږي، لغړ، او د ښو په وېش کې له نورو ورستي خو په سرښندنه کې لکه دغه چرګوړی چې موږ تاسو وخوړ له ټولو ړومبي . مېلمه شا او خوا ته وکتل، سور واوښت او بيا يې وويل: - مرزا صايب، زه خو پدې پوښلو او پېچلو پوه نشوم . که ځان باسې بېله خبره ده او که نه نو سم دم مې په زور او زېر پوه که . نور مېلمانه هم ځير وو، او ما خو غوږونه داسې څک نيولي وو چې ته به وايې چې چا د ښاپېريانو کيسه پيل کوله . خبره هم رښتيا ټولو ته پوښلې ښکارېده . مرزا اکا په ګونډو شو، شمله يې شاته واچوله او ويې ويل: -

ښه نو... چې اوس مې نه پرېږدی نو غوږ شه . څه موده مخکې زموږ چرګه کړوکه شوه خو د کېنولو لپاره يې هګۍ نه وې . مور مې د همدغې چرګې يوه هګۍ د ماشومانو له ستوني وهلې وه او پټه يې چېرې ساتلې وه . کله چې هلکان د چرګې له کړوکېدلو خبر شول نو دا تابيا يې وکړله چې هر يو به ځان ته يوه هګۍ ترې لاندې ږدي . چا له هټۍ څخه او چا له ګاونډيانو څخه هګۍ راوړلې، په نښه يې کړلې او د چرګې لاندې يې کېښودلې . مور مې هم د چرګې ساتلې اصيله هګۍ را وايستله او د چرګې لاندې يې کړله . لنډه دا چې موده پوره شوه او چرګوړو له هګيو څخه په وتلو پيل وکه . هلکانو خپل خپل چرګوړي په نښه کړل .

چا يې وزر ورته سور کړ، چا يې سر ورته شين کړ، او چا يې هم په پښه پورې مزی وتاړه . خو د اصلي هګۍ چرګوړی په خپل رنګ، بې نښې پاتي شو . تک ژېړ، ډېر ښکلی . هلکانو به هره ورځ خپلو خپلو چرګوړو ته خواړه راوړل ، چا به له قصاب څخه د کولمو ټوټې او چا به خوسا ميوې راوړلې . هر يوه به خپل چرګوړی له ډلې بېل کړ او ګېډه به يې ور مړه کړه .

خو پدې منځ کې د چرګې د اصلې هګې چرګوړی خوار وو . کله، کله به داسې هم پېښېده چې هلکانو به له کاله نه وريجې او غنم پټ کړل او خپلو چرګوړو ته به يې موټ، موټ ورکول . نور چرګوړي ورځ په ورځ پړسېدل او غټیدل خو خوارکی اصيل چرګوړی وچ کلک پاتې وو. کله چې چرګوړي لږ شان غټکيان شول نو هلکانو بله لوبه پيل کړه . هغه داسې چې اصيل چرګوړی به يې راونيوه او نورو چرګوړو ته به يې ښوراوه او کله به چې نور چرګوړي ښه پرې را برګ شول خوارکی به يې ورخوشې کړ. ټولو به پرې راولګولې او اصيل چرګوړی به يې له وهلو په ځغلولو ستړی کړ .

پدې ټوګه نور ټول چرګوړي پرې زورور شول . دانې خوړلو ته به يې هم نه پرېښوده . کله به چې چرګې کومه دانه، مانه پيدا کړه او په کړت، کړت به يې بچيان د دانې خوړلو ته بلل نو د مور ميندلې دانه به هم د زورورو خوراک شوه .

لنډه دا چې د هلکانو چرګوړي چرګان شول، چرګان نه چې ليوان شول، ليوان. ځينې وخت به يې آن په ما راولګولې . خو خوارکی اصيل چرګوړی لا هماغسې چرګوړی پاتې وو. نورو چرګانو به آذان کولو ته هم نه پرېښوده، نو ځکه يې تر پايه آذان هم زده نګړ . کله چې ما د مېلمستيا نيت وکړ نو خدای (ج) شته چې غوښتل مې له غټو چرګانو څخه يو حلال کړم . خو د هلکانو چغ جګ شو. نارې، سورې، او ژړاګانې شولې . يوه وېلې چې زما برګی مه حلالوه، بل يې وېلې چې زما سورکی مه حلالوه، او آن يوه خو ويلې چې که زما خړي ته چا ګوتې هم وروړې نو له کوره تښتم . چاره نه وه، تاسو مې رابللي وئ او زما د عزت خبره وه، اصيل مې راونيوه، چوپه، چوپتيا وه . چا سوڼ هم نه کاوه، د هيچا چغ هم جګ نشو. يوازې د اصيل نارې وې – هغه هم غلې، غلې. ښه وو چې په ژبه يې نه پوهېدم . چاړه مې د اصيل د مرۍ سره آشنا کړه او حلال مې کړ . په غوښه مې تاسو وغولولئ او کولمې يې د نورو چرګانو خوراک شوې .

سره لدې چې خوارکی ډنګر وو خو د چړې سره وجنګېده او زما عزت يې بچ کړ .

 ما سره يې د يارۍ په پاللو کې هېڅ ګيله هم ونګړه، نو ځکه د يارانۍ چرګوړی شو. دا د اصلي هګۍ چرګوړی وو هو ځکه سره له ډنګروالي حلال شو، او هغه نور چې د پردۍ هګيو وو او ګټندويان يې درلودل سره لدې چې چاغ وو او مېلمستيا ته د حلالو جوګه وو حلال نشول .

ددې کيسې په اورېدلو سره چوپه چوپتيا خپره شوه. په پای کې مې خدای (ج) بښلي پلار سوړ اسويلی وويست او ويې ويل: -

مرزا صايب، خدای (ج) شته ددې کيسې په اورېدلو مې ټوله خوړلې ډوډۍ په ګېډه کې تيږه، تيږه کيږي . نه چې کوم وخت انسانان هم لکه دغه د يارانۍ چرګوړی ... توبه...توبه... خدای دې نګړي .

د " چرګان واخلئ، چرګان " نارو مې د چرت مزی وشلاوه. ځير، ځير مې د چرګانو خرڅوونکي ډنګرو، ډنګرو چرګانو ته وکتلې او په غوږونو کې مې د مرزا اکا خبرو انګازې وکړې . " د يارانۍ د چرګوړو همدا پای دی "