دا څه شى دى ؟
نه غاپي ، نه چيچل كوي او نه څوك كور ته پرېږدي ؟؟؟؟



د لېمې درنو مينه والو خپل ځوابونه له خپل سم نوم او درك سره د تبصرو په دريڅه كې پرېږدئ . كه مو ځواب سم وو . ستاسو ، نوم،ځواب او بشپړه پته به د تبصرو له دريڅې څخه د لېمې زړه ته ولېږدول شي .
درنو مينه والو كه تاسو هم دې ته ورته كيسۍ يا دوڼې لرئ د وېب لاګ د اړيكو له لارې يې مونږ ته را لېږلى شئ .
لېمه ستاسو د ليكنو ، راپورونو، شعرونو او لنډو كيسو لارې څاري .
درنو لوستونكو ! كه د تبصرو له كړكۍ نه مو تبصرې ړنګې شي هيله ده پرې خوا بده نه كړئ ځكه له دې ځاى څخه يوازې سم ځوابونه د څه وخت له پاره ړنګېږي خو وروسته بيا بېرته كټ مټ ستاسو له نوم سره راځي .
26.05.2008
- سيد شاه سقيم
ډېر کلونه کېدل چې مرزا اکا مې نه وو ليدلی، خو کله مې چې وليد خدای (ج) شته په ځای مې رانه ووړ. زموږ وروستۍ ليدنه هغه مهال شوې وه کله چې زما خداي (ج) بښلي پلار د مرزا اکا سره په يوه دولتي اداره کې دنده لرله .
هغه مهال زه د اتو نهو کلونو وم . هرڅه، هرڅه آباد وو. د غوايي له توغل څخه وروسته، يوه ورځ مرزا اکا زموږ کور ته د خدای پامانۍ لپاره راغی ....
28.05.2008
- سيد شاه سقيم
څه وايي؟ دساحل په لور روانې چپې، دمازديګرزېړی لمر، دګلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواګلونه شيندل،دخزان ډاګ اوبېديا، څه وايي؟
دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځګونو بدلېدل، له ګلاب نه دمچکو اخيستو لپاره دپرخې راتلل اوسهار داغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟
بس ټوله دپيدا، او پناه کيسه ده، دژوند ژوره فلسفه ده...