څه وايي؟ دساحل په لور روانې چپې، دمازديګرزېړی لمر، دګلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواګلونه شيندل،دخزان ډاګ اوبېديا، څه وايي؟

دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځګونو بدلېدل، له ګلاب نه دمچکو اخيستو لپاره دپرخې راتلل اوسهار داغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟


بس ټوله دپيدا، او پناه کيسه ده، دژوند ژوره فلسفه ده، نورهېڅ نه دي.د ژوند داستان دی اوبس