سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
ادبـــــــي ټـــــــوټــــــــې
ګرانه زه کله درياديږم کنه؟ اغلې ميرا
اوس مي لا هم د سترګو تورکې اوسې زما د زړه په هر يوه کور کې اوسېګوره کلونه،مياشتې او وختونه تير سوو خو ته بياهم زما دزړه څښتن يې،زما په زړه کې لا تر اوسه پورې ستا تېر يادونه زلمي پاتې دي. زه نه پوهېږم چې دي ولې هيرولاى نسم؟ولې تادخپل زړګي له کوره ايستل
د چا په نوم ؟ اغلې ميرا
که پوهېدلاى چې ستا زړه ته زه دومره نږدي يمه نو بيا به ته هم ماخپل زړه ته نږدې کړى واى او ستا په وړاندې به مي دمينې اظهار کړى واى.خو زه خبره نه ومماتاته ورور ـ وايهخبره نه وم چې ته به ماته په زړه کې ځاى راکوې او راته به خپله مينه وايې.اوس درته څه وليکم؟اوس سره ډېر ليري يوته مسافر يې او پردي وطن کې ژوند تيروې
خــــــــــــــــاطـــــــــره ــــــــ فضل الربي رستم
نن بیا هغه تېر وختونه مي زړه ته را ولوېدل او قلم دې ته مجبور کړم چې په اوښکو یې هاغه شیبې ولیکم ، هاغه شیبې چې زه او جانان به د بېرې د ونې لاندې ناست وو، په خپلو عطرورینو خبرو به یې زما د خولې نه کړس کړس خنداوویستله د هغه د خندا انداز به داسې وو چې زما به خندا ودریدله ،د سترګو دید به مې بلې خوا نظر پریښود. د هغه خندا او زما سترګو به ځنډنی جنګ شروع کړ ، داسې به مي محسوسوله چې جنت همدې ته وایي ، جنت کې همداسې مزې وي او په یوه لوی سوچ کې به ډوب شوم لابه هماغسې د سوچ په
زندۍ شوی تصوير ـــــــ اغلې روهيلۍ
هغه په معصومه ژبه راته وويل: ((دا تصوير وينې! دا زندۍ شوی .))ما تصوير ته په ځير سره وکتل د يوې ونې انځور وو چې ټولې پاڼې يې رژېدلې وې.د هغې ونې په تن کې د يوې ښځې څېره ښکارېده.د ونې ﻻندې د رژېدلو پاڼو پر سريو سړی ناست وو، او داسې راته ښکارېده لکه هغې ونې چې له خپلو رژېدلو پاڼو نه يوعرش
منی او د اوښکورنګ ـــــــــ اغلې اناهیتا غرڅنۍ
د مني موسم دی ،نری نری باد الوځي طبيعت د ښکلاګانو رنګونه اړوي را اړوي .د ونو پاڼو د رنګونو نندارې جوړې کړي . ته به وايې ، چې کوم مصور دی ،چې د ونو پرپاڼو د ژوند تصويرونه انځور وي .که له يوې څنډې پاڼې شنې ښکاري نو له بله اړخه يې ژيړ رنګ سترګې تتوي .خو کله چې د لمر وړانګې پر ونو ولويږي نو د ونو د پاڼو طلايې او سور بخون رنګ د زري کرښو په څير ډيرې ورکې افسانې په زړه کې را و ټوکوي او د بيا لوستلو لپاره مې ذهن وتخنوي .کله چې باد د ونو په غوږونو کې شپيلکی کوي ا
يو مزل دوه لاروي ـــ اغلې اناهيتا غـــــرڅــــنــــــــۍ
شپې له اوږده مزل وروسته د سهار منارو ته ډډه وهلې وه.او پرخو په پستو ﻻسونو د لمر په مرغلينو وړانګو د شپې پښې ټکورولې .دلته يو زوړ ژرنده ګړی ستړی او ستومانه،په سپين ګرد پوښلي باڼه, وچې شونډې ، زيږه او پرې پرې ﻻسونه ، د اوړو انبار ته مخامخ يوه خاورين دېوال ته ډډه لګولې وه. دوی دواړه څومره ستړي او ستومانه وو . د دوی ستونزې څومره سره ورته وې . دوی دواړه د يوو لمر رڼا ته ناست او سترګې يې پټې کړې وې. دوی دواړه د يوو باد مستيو او نغمو ته غوږ غوږ وو . دوی د
ســــــــــــــاه او ژونـــــــــــــــد ــــــ اغلې اناهيتا غرڅنۍ
يوه ښه شېبه د وره تر شاوﻻړه وه. خو چا د راتلو ورته وونه ويل .بيايې ورو ورو ،ور وټکاوو. خو بيا يې هم د چا غږ وانه ورېد. دروازه يې پرانيستله او پر هغه يې سترګې ولګيدې. ترخه موسکا يې په وچو شونډوخوره شوه ، او ورو يې وويل: نن به زه ازاديږم ، او په خپلو وزرونو به الوزم
افغانستان وايي ــــــ عبدالواحد حسن ـ ابوظوبۍ
اى كاش چې پدې اختر كې زما دمظلوم ملت وينې بهېدلې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما بچي دبمونو ښكار شوي نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما ميندې بورې شوې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما په مظلوم ملت باندې بمونه ازمايل شوي نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما وروڼه په بګرام ،پلي څرخي او كيوبا كې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما دلوټو،بوټو،تيږواو ميوو دباروتو بوى نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما دابو خوند د وينو نه
دخيالونو سمندر ـــــ سيدمحمد زرمتى
دسوچونو په څپانده کی لاهو شوم٠زما دخيالونو ددنياد څپانده سمندرڅپي دومره توپاني وې،چی زه یې يوه لري مزل ته يوړم٠له ما څخه اسنۍ نړۍ هېره وه ٠زه يوې دخيال دنياته تللى وم ٠٠اخ داڅومره ښکلې وه٠کاشکې دا رښتياواى٠٠کاشکې دغه يو معراج نه واى٠ما هرڅه ليدل٠ماته هر څه انځور کېدل٠زه ماشوم٠هو بيا ماشوم٠پخپله کوڅه کې مې له نورو ماشوانو سره لوبې کولې٠ زمونږلاسونه دباران دډنډ په خټو ککړوو٠مونږله خټې څخه جوړکړي توپونه ويشتل٠دهر چا د توپ غږ به چې لوى وو،هغه به د خوښۍ ټوپونه وهل
نثري ټوټه
زه هره شپه خپل ساعت یاګړۍ ته چابي ( كوك )ورکوم پر ما خپل ساعت ډیر ګران دى. که چیرې زه خپل ساعت ته چابي ( كوك )ورنکړم زما ساعت ودریږي او بیا نه شم کولای چې ورځنۍ چارې په ښه توګه او پر خپل وخت پر مخ بوزم . زما ساعت نه جاپا نى ساعت دى او نه چینایي زما ساعت زما دماغ دى او چابي یې خوب.
عـــــــــــــــــــــــلــــــــــــــــم او عـــــــــــــــــــــــــــــــــمـــــــــــــــــل
دافکر مه کوه چې دغې سترې ونې ته به څنګه ورخيژم ؟ بلکه دافکر وکړه چې زه به بېرته له دې سترې ونې څخه څنګه را کوزېږم. و دغې سترې ونې ته په ورختلو کې هيڅ ستونزه مه احساسوه ! ستونزه يې په راکوزېدو کې احساس کړه!. همدا مثال دعلم دى په علم کې هيڅ ستونزه نشته هر
مساپري
مساپري يانې دغمونو اودردونو زانګو.نه ستړې کېدونکي اونامالوم منزل ته د رسېدو په هيله دغرونو اودښتونو نا پايه مزلونه وهلو ته مساپري وايي . دشپي دتيارو اوپه ورځ كې د ټكنده غرمو څادر په خپلونازکو اوږو اچولو ته مساپري وايي . لکه د لالهانده اوويشتلې هوسۍ په څېر دزخمي ملګري زګېروي اورېدلو ته مساپري وايي . د سراب غوندې د نامالومه منزل په هيله اوتر ، اوتر كتلو او منډي وهلو ته مساپري وايي.مساپري !!! له ما وروسته خلك به
زمــــا ســــــاعــــت
زه هره شپه خپل سا عت یا ګړۍ ته چابي(كوك) ورکوم پر ما خپل سا عت ډېر ګران دى که چېرې زه خپل سا عت ته چابي ( كوك)ورنکړم زما ساعت ودریږي. بیا نشم کولاى چې ورځنۍ چارې په ښه تو ګه او پر خپل وخت پر مخ بو زم. زما سا عت نه جا پا نى سا عت دى او نه چینا یي دى . زما افغان سا عت زما دماغ دى او
حــــــــــــــــــــــــــــــــــــســــــــــــــن
ځينې خلك حسن ته د شك په سترګه ګوري ځيني خلك حسن يوازې او يوازې د نفسي خواهشاتو د پاره خوښوي . ځيني خلك حسن ته ښه لويه مرتبه وركوي . او آن له جانانه بيا تر يزدانه پورې يې رسولى وي . خو په دغه ټولو
د غــــربـــت پــــــــــېټى
زه دژوند په ستړي سفر پر یوه ډېره ستړې لاره روان یمقدرت ماته دکوترې پشان پرواز نه دى راکړى چې دغه ستړې لاره په ډېر لږ وخت کې ختمه کړم . نن دوستانو هم راته شا کړه هغوی زما په دې ستړي ژوند ډیر خوشحاله دي زه دغربت له یوه درانه پېټي سره دژوند پر ستړې لاره روان یم.
يوه دعـــــــــــــــــــــــــــا
&nbsp
د حميد معشوقه
ددې پیغلې په هر نګاه کښی یوه نړۍ نشې ښکاري دبنګریو شرنګا له دې پیغلې سره څومره خوند کوی ددې پیغلې په دنګه غاړه کې دبدخشان دیا قوتو امیل کا فر مسلمانه وي ددې پیغلې په ګلورین وجود کی دډار هیڅ نخښي نه ښکاری . ته به وا له جنګه جوړه شوې داپیغله پر خپل ننګ او نا موس ځان قربا نوي
څــــــه وايـــــــــــي؟؟؟
څه وايي؟ دساحل په لور روانې چپې، دمازديګرزېړی لمر، دګلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواګلونه شيندل،دخزان ډاګ اوبېديا، څه وايي؟ دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځګونو بدلېدل، له ګلاب نه دمچکو اخيستو لپاره دپرخې راتلل اوسهار داغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟ بس ټوله دپيدا، او پناه کيسه ده، دژوند ژوره فلسفه ده
اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې ؟
درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې شوې. د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه لوګی،لوګی شوې.ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه ورکړ.