زه دژوند په ستړي سفر  پر  یوه  ډېره  ستړې  لاره  روان  یم
قدرت  ماته  دکوترې  پشان  پرواز  نه  دى  راکړى  چې  دغه ستړې  لاره په ډېر لږ وخت کې ختمه کړم .

نن دوستانو هم راته شا کړه هغوی زما په دې ستړي ژوند ډیر خوشحاله دي زه دغربت له یوه درانه پېټي سره دژوند پر ستړې لاره روان یم.

زما دغربت پیټى هر چا ته دګناهونو پیټى ښکاري.
همدې  پېټي زما او زما ددوستانو تر مینځ ډیره لو فاصله را وستې.


زه ډیرو کړولى او ډیرو دردولى يم .


خو کله چې مي دغه پیټى  پر اوږو کېښود اوس څوک زما په کړولو او دردولو کې فا یده نه وینی. داپېټى مي ورته توره بلا ښکاري

ما داپیټى له خپلې شاعرانه حوصلې سره پردې ستړې لاره اخیستى دى.

هغه وخت را تلونکى او ډیر ژر به را ورسیږي  چې  داخپل  پېټى  له خپلې  سترې حوصلې سره دخپل خالق په حضور کې کېږدم .