ملا صاحبه دادخوب تعبیربه څنګه وکړې ؟
په کتابو کښې دي زما خوبونه شته دي کنه؟
زما خوبونه دخوبانوخوب دی
دبې وزلوفقیرانوخوب دی
دادرنځورویتیمانوخوب دی
دمسافرومهاجروبیکارانو خوب دی
ستا په مغذوکښې دې خوبوته دعلاج فکرونه شته دې کنه؟
په کتابوکښی دي زما خوبونه شته د ي کنه؟
زه په خوبو کښې دو طن په دښتو غرو پرې وزم
کله شبنم شم دګلونو په مخو پرې وزم
کله نغمه دازادۍ شم په مغزو پرې وزم
کله ښکلا شمه دسترګو په پردو پرې وزم
ستا تعبیرونو کښې زما خیالونه شته دي کنه ؟
په کتابوکښې دي زما خوبونه شته دي کنه ؟
زه کله خوب کښې دمړو سره کار لرم
ګله ددوی سره ملګری کله لار وهم
کله شم شمعه د ورتم نه ځان کنار وهم
په دې خوبو کښې ځان پردیو په قطار وهم
ددی خوبونو د سبا لپاره نور مزلونه شته دي کنه ؟
په کتابوکښې دي زما خوبونه شته دي کنه؟
زه په خوبو کښې كله شاه کله ګدا شم
کله شم مړ کله ژوندی کله په دار شم
كله خلاصون لپاره خدای ته توبه ګار شم
په سجدو پرې وزمه عزرو ته لاس په کار شم
زما د خوبونود تعبیر لپاره نور سوالونه شته دي کنه ؟
په کتابوکښې دي زما خوبونه شته دي کنه؟