ځينې  خلك حسن ته د شك په سترګه ګوري

ځيني خلك حسن يوازې او يوازې د نفسي خواهشاتو د پاره خوښوي .

ځيني خلك حسن ته ښه لويه مرتبه وركوي .
 او آن له جانانه بيا تر  يزدانه  پورې  يې  رسولى  وي .

خو په دغه ټولو كې هغه مينان او عارفان چې زړونه يې د خداى له نوره ډك وي حسن ته ډېر درناوى لري او حسن د جنت له حورو څخه يو سرچينه اخيستونكى درياب ګڼي .